اوباما او پوتین سوریه کې ژر سیاسي بدلون غواړي

د خپريدو وخت: 05:01 گرینویچ - شنبه‬ 02 مارچ 2013 - 12 کب 1391
اوباما او پوتین

اوباما او پوتین د سوریې سربېره پر نورو موضوع ګانو هم غږېدلي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په سوریه کې د سیاسي بدلون په اړه موافقه کړې ده.

دواړو ولسمشرانو پر تیلېفوني خبرو موافقه کړې ده، څومره ژر چې کېدای شي، د سوریې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي او سیاسي بدلون راشي.

سپینه ماڼۍ وايي، دواړو مشرانو د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو جان کیري او سیرګي لاوروف ترمنځ د سوریې د تاوتریخوالي په اړه د شویو خبرو ملاتړ هم کړی دی.

که څه هم سپینې ماڼۍ د دغو مشرانو ترمنځ د خبرو نور جزییات نه دي ډاګیزه کړي، خو کرملین ویلي، چې اوباما له پوتین سره د واشنګټن او مسکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر سر خبرې وکړې.

دوی د سوریې سربېره پر نورو موضوع ګانو هم غږېدلي دي.

د سوري ولسمشر بشارالاسد د برخلیک په اړه له ډېر وخت راهیسې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اختلاف دی.

د امریکا متحده ایالتونه وايي، اسد باید له واکه لرې شي، خو روسیه په دې اند ده، چې له واکه د هغه لرې کېدل باید هېڅ کوم مخ شرط ونه لري.

ناقانونه نظام

جان کیري

جان کیري وايي، اوس د اسد نظام قانوني بڼه نه لري.

سپېنې ماڼۍ دا هم ویلي، چې ولسمشر اوباما به په راتلونکي سپتمبر کې د شلو هېوادونو سرمشریزه کې ګډون وکړي.

تر دغې سرمشریزې وړاندې به له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په راتلونکي جولای میاشت کې په شمالي ایرلنډ کې وګوري د اتو هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې وګوري.

خو د امریکا د باندینیو چارو وزیر جان کیري د تېرې جمعې په ورځ ترکیې ته د خپل سفر پرمهال ټینګار وکړ، چې د سوریې د سیاسي بدلون لپاره به خپله هڅه وکړي.

ده وویل، چې اوس د اسد نظام قانوني بڼه نه لري.

کیري دا هم وویل، چې هېواد یې له یوې داسې لارې د سوري حکومت د بدلون هڅه کوي، چې سوله ییز وي او اوسنی کړکېچ یې په لړ کې پای ته ورسېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .