پاکستان: د هندي زنداني وکیل وايي طالبانو ګواښلی

د خپريدو وخت: 11:15 گرینویچ - شنبه‬ 02 مارچ 2013 - 12 کب 1391

د سربجیت سنګ د کورنۍ غړي پر هغه لګېدلي تورونه ردوي.

د پاکستان په زندان کې د یوه هندي بندي سربجیت سنګ مدافع وکیل اویس شیخ وايي وسله والو طالبانو ګواښلی او د ده په وینا ورته یې ویلي، چې باید په محکمه کې له سربجیت سنګ نه دفاع و نه کړي.

د نوموړي وکیل د بي بي سي خبریال ته ویلي، چې یوه کس یې په دروازه کې یو لیک غورځولی، چې د ده په وینا د مېرمنې په نوم یې استول شوی دی.

د نوموړي په خبره د پاکستاني طالبانو له لوري په لیک کې د ده مېرمېنې ته لیکل شوی، چې خپل خاوند د سربجیت سنګ له دفاع کولو وګرځوي.

د نوموړي مدافع وکیل په وینا په لیک کې د ده مېرمنې ته لیکل شوي، چې" زه غواړم درته ووایم، چې زه د پاکستاني طالبانو اړوند کس یم او د پنجاب ایالت د فیصل اباد اوسېدونکی یم. زه غواړم تاته ووایم، چې ستا خاوند په محکمه کې له سربجیت سنګه دفاع کوي، سربجیت سنګ په هغه بمي چاودنه کې ښکېل کس دی، چې زما ټوله کورنۍ په کې له منځه لاړه، ستا خاوند د سربجیت سنګ په اړه یوې خبرې غونډې ته وینا کوي."

په لیک کې لیکل شوي، که مدافع وکیل اویس شیخ خبرې غونډې ته وینا وکړی، نو هغه به یې د ژوند وروستۍ ورځ وي او ستاسې ټوله کورنۍ به له منځه یووړله شي.

کله چې له نوموړي وکیله وپوښتل شول، چې ایا چارواکو ته یې په دې اړه خبر ورکړی، هغه وویل سبا به په دې اړه پرېکړه کوم او اړوند چارواکو ته به د دې موضوع په اړه ولیکم.

"پر سربجیت سنګ تور لګېدلی، چې د ۱۹۹۰ کلونو په اوږدو کې پاکستان کې په یو لړ بمي چاودنو کې ښکېل و."

مدافع وکیل اویس شیخ زیاته کړه، ده غوښتل د لاهور په رسنیز مرکز کې د سربجیت سنګ په اړه د هغه د لیکلي کتاب د مخ کتنې غونډه وکړي، خو مخنیوی یې وشو.

دغه راز هغه وویل کله چې ما غوښتل رسنیز مرکز ته ننوځم، نو راته وویل شول، چې د امنیتي ملحوظاتو له امله غونډه لغو شوې ده.

پر سربجیت سنګ تور لګېدلی، چې د ۱۹۹۰ کلونو په اوږدو کې پاکستان کې په یو لړ بمي چاودنو کې ښکېل و. په هغو بمي بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي وو. خو د سربجیت سنګ د کورنۍ غړي دغه تورونه ردوي، د دوی په وینا بمي چاودنې د نورو کسانو کار و او دا د ناسمې پېژندګلوۍ پایله ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .