کراچۍ کې چاودنو لسګونه کسان وژلي

د خپريدو وخت: 16:22 گرینویچ - 03 مارچ 2013 - 13 کب 1391

په کراچۍ کې دوو بمي چادونو لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل

د پاکستان په کراچۍ ښار شیعه مېشته سیمه عباس ټاون کې دوو چاودنو لږترلږه ۴۵ کسان وژلي او ۱۵۰ نور یې ټپیان کړي دي.

ویل کېږي چې له چادونو وروسته په ځینو اپارتمانونو کې اور ولګېد.

امنیتي چارواکي وايي چې دا ښايي ځانمرګی برید وي او په اړه یې پلټنې روانې دي.

که څه هم تر اوسه ددغو چاودنو پړه چا نه ده منلې، خو برید ماښام مهال له یوې تکیه خانې د شیعه ګانو د وتلو پرمهال شوی دی.

د پاکستان پر لږکيو شیعه ګانو په تېر یوه کال کې سخت مرګوني بریدونه شوي، چې تر ټولو خونړي هغه یې د تېرې جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې د بلوچستان ایالت بریدونه وو، چې سلګونه کسان په کې ووژل شول.

شیعه ګان د پاکستان د ټول ټال ۱۸۰ میلیون وګړو شل سلنه جوړوي.

د بشري حقونو څار ډلو ویلي، چې تېر کال پاکستان کې تر ۴۰۰ ډېر شیعه ګان وژل شوي دي.

شننه

مارک ولدریج

مارک ولدریج- بي بي سي، اسلام اباد

د پاکستان له ټول ټال ۱۸۰ میلیون وګړو شیعه ګان ۲۰ سلنه جوړوي.

که څه هم پاکستان کې تاوتریخوالی کومه نوې پېښه نه ده، خو په دې وروستیو کې مذهبي تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د بشري حقونو د څار ډلې وايي، تېر کال په مرګونو بریدونو کې تر ۴۰۰ ډېر شیعه ګان پاکستان کې وژل شوي.

یوازې په تېرو دوو میاشتو کې، د جنوب ختيځ بلوچستان کوټه کې ۲۰۰ هزاره توکه لږکي په نښه شوي.

کراچۍ کې وړاندې هم مرګوني بریدونه شوي وو.

خو ښکاره ده، چې پاکستاني چارواکي د شیعه لږکیو د ساتنې په اړه ازمایل کېږي، هغه هم په داسې حساس وخت کې چې عمومي ټاکنې را روانې دي.

سیاسي او مذهبي مشرانو د کراچۍ دغه برید غندلی او د قربانیانو له خپلوانو سره یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د روان ۲۰۱۳ کال په لومړیو دوو میاشتو کې بیا پاکستان کې نژدې ۲۰۰ شیعه ګان ووژل شول، چې له هزاره قوم سره یې تړاو درلود.

سیاسي او مذهبي مشرانو د کراچۍ دغه خونړی برید غندلی دی او د وژل شویو له کورنیو سره یې خپله همشریکي ښودلې ده.

پولیس وايي، د پېښې په اړه یې پلټنه پیل کړې ده، چې چاودنه وه او که ځانمرګی برید، خو په سیم کې د ګاډي یو سوځېدلی ماشین موندل شوی دی.

د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې.

د سیمې یوې اوسېدونکې مریم بي بي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې "تلوېزیون ته مې کتل چې د لویې چاودنې غږ مې واورېد، زموږ کور یې سخت ولړزاوه."

"خلک مې په سوځېدلي حالت کې ولیدل، مړي هم شاوخوا پراته وو، ماشومان پخپلو وینو کې لت پت وو او ښځو یوې او بلې خوا ته منډلې وهلې او بوغاری یې شروع کړی و."

د چاودنې سیمه کې ګڼې ودانۍ سختې زیانمنې شوې دي.

د ژغورنې ډلو کار ځکه ځنډېدلی و، چې د سیمې اوسېدونکو ددغې وژنې د غندلو په غبرګون کې هوايي ډزې کولې.

د بشري حقونو ځینو سازمانونو تېر ۲۰۱۲ کال پاکستان کې د شیعه ګانو لپاره تر ټولو ډېر خونړی بللی و.

خو دا دی د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې هلته کوټې او کراچۍ خونړیو پېښو د نژءدې ۲۰۰ شیعه ګانو ژوند واخیست.

تېره میاشت د پاکستان سترې محکمې پر چارواکو غږ وکړ، چې د شیعه ګانو د ساتنې لپاره جدي ګامونه واخلي.

کراچۍ د پاکستان تر ټولو لوی ښار دی، چې د دغه هېواد سوداګریزه پلازمېنه هم بلل کېږي، چې په دغه ښار کې هر وخت مرګوني بریدونه او تاوتریخوالي کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .