بنګله دېش: اړودوړ کې د وژل شویو شمېر تر ۵۰ واوښت

د خپريدو وخت: 10:07 گرینویچ - 03 مارچ 2013 - 13 کب 1391

د بنګله دېشي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د جماعت اسلامي ګوند کارکوونکو په بوګرا سیمه کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي.

بنګله دېش کې د جنګي جرمونو ضد محکمې له له لوري د دغه هېواد د جماعت اسلامي ګوند یوه مشر دلاور حسین سیدي ته د مرګ سزا له ورکولو وروسته، د احتجاجونو او مظاهرو په لړ کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۰ اوښتی.

د حالت د کنترول لپاره پوځ بلل شوی دی. د تېرې پنجشنبې په ورځ یادې محکمې دلاور حسین له دې امله د مرګ په سزا محکوم کړ، چې له پاکستانه د بنګله دېش د خپلواکۍ تر لاسه کولو په جګړه کې په بشر ضد جنایتونو کې ښکېل بلل شوی و.

له دې پرېکړې وروسته د اړودوړ لړۍ پیل شوه، چې په کې تر ۵۰ ډېر کسان وژل شوي. د بنګله دېش په بېلابېلو برخو کې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ سختې نښتې شوې.

د بنګله دېشي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د جماعت اسلامي ګوند کارکوونکو په بوګرا سیمه کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي.

له دې وروسته په نښتو کې اووه کسان وژل شوي او نژدې ۴۰ ټپیان دي. د بېړنیو حالاتو د کنترول لپاره دې سیمې ته پوځ غوښتل شوی.

د جماعت اسلامي ګوند کارکوونکي وايي پولیسو په بې ګناه کسانو ډزې کړې، خو د بنګله دېش حکومت دغه تورونه ردوی، د دوی په وینا له خلکو او پولیس چارواکو سره زور زیاتی ورته د منلو نه دی.

یو شمېر ناقدین وايي پر دلاور حسین او نورو سیاسي مشرانو د سیاسي عواملو له کبله تورونه لګېدلي. د بنګله دېش په چټاګانګ ښار کې د بي بي سي خبریال وايي د محکمې له پرېکړې وروسته پیل شوی احتجاج نه دی کم شوی.

"په جماعت اسلامي ګوند تور دی، چې د بنګله دېش د خپلواکۍ په جګړه کې یې د پاکستان پلوي کوله."

د امریکا متحده ایالاتو د بنګله دېش د پېښو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له احتجاج کوونکو یې غوښتي، چې ارام اوسي. د لاور حسین سیدي د جماعت اسلامي ګوند له مهمو مشرانو څخه یو دی، چې د مرګ په سزا محکوم شوی.

نوموړی په ۲۰۱۰ کې ونیول شو. دی په ټول وژنې، جنسي تېري او نورو جرمونو تورن وپېژندل شو. نوموړي په ځان لګېدلي تورونه رد کړي.

له دې مخکې د چهار شنبې په ورځ پلازمېنه ډاکه کې زرګونو کسانو مظاهره وکړه او نوموړي ته یې د مرګ سزا ورکولو غوښتنه کوله. پر ده تور دی، چې د بنګله دېش د خپلواکۍ په جګړه کې یې د البدر ډلې ملګرتیا کوله او په زور یې د هندوانو د مسلمانولو په شمول یو شمېر جرمونه کړي.

په جماعت اسلامي ګوند تور دی، چې د بنګله دېش د خپلواکۍ په جګړه کې یې د پاکستان پلوي کوله. د بنګله دېشي چارواکو د اټکلونو له مخې په هغه جګړه کې تر درې میلیونه ډېر کسان وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .