امریکا: د لاهور بمي بریدونو تورن کس نیول شوی

د خپريدو وخت: 07:02 گرینویچ - چارشنبه 06 مارچ 2013 - 16 کب 1391

ده د پورټلنډ ښار يوې محکمې کې په راڅرګندېدو پرې لګېدلي تورونه رد کړی دي.

د امريکا د فدرالي استخباراتي ادارې (اېف بي ای) اېجنټانو په اورېګن کې يو کس په ۲۰۰۹ کال کې د لاهور يوه مرګوني ځانمرګي بريد سره په تړاو نيولی دی. پر رياض قدير خان چې د امريکا تابعيت هم لري، ترهګرو ته د موادو برابرولو تور لګېدلی دی.

ده د پورټلنډ ښار يوې محکمې کې په راڅرګندېدو پرې لګېدلي تورونه رد کړی دي. د ۲۰۰۹ کال په مۍ کې لاهور کې د پاکستاني استخباراتي ادارې (ای ایس ای) په دفتر کې د چاودنې له امله ۳۰ کسان وژل شوي وو او نژدې ۳۰۰ کسان ټپیان شوي وو.

بل لور ته دا وروستیو کې امریکا کې یو مسلمان عمر خوړلی ملا پاکستاني طالبانو ته د زرګونو ډالرو مرستې په ټولولو محکوم شو.

"د ۲۰۰۹ کال په مۍ کې لاهور کې د پاکستاني استخباراتي ادارې (ای ایس ای) په دفتر کې د چاودنې له امله ۳۰ کسان وژل شوي وو او نژدې ۳۰۰ کسان ټپیان شوي وو."

حفظ خان چې ۷۷ کاله عمر لري او د میامي ایالت په یوه جومات کې امام و، په دوو دسیسو کې په لاس لرلو او له پاکستاني طالبانو سره د پېسو او وسایلو په مرستې ګرم پېژندل شوی.

څارنوالانو د حفظ خان دوسیه د امریکا د فیدرالي ادارې ایف بي ای له خوا د ګڼو ثبت شویو خبرو پر بنسټ چمتو کړې چې حفظ خان په کې د طالبانو ملاتړ کوي او پاکستان ته د ۵۰۰ زرو ډالرو د استولو په اړه خبرې کوي.

د حفظ خان هغه خبرې هم ثبت شوي چې دی په کې د پاکستان د حکومت د نسکوروېدو او شرعي نظام د رامنځ ته کولو په اړه غږېږي.

په خپله حفظ خان ټینګار کوي چې پاکستان ته یې پیسې خپلې کورنۍ، کاروبار، خیرات او په سوات کې خپلې مدرسې ته استولې دي. د حفظ خان وکیل ویلي دوی به د استناف غوښتنه وکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .