۴۰ سلنه ښځې یو نه یو وخت ځپل شوي

د خپريدو وخت: 16:02 گرینویچ - سه شنبه 05 مارچ 2013 - 15 کب 1391

د ملګرو ملتو کلنی کنفرانس

د ملګرو ملتو په کلني کنفرانس کې راټولو شويو نژدې ۶۰۰۰ مېرمنو د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتريخوالي د پاى ته رسولو په موخه پر نړيواله کچه د سختو ګامونو د اوچتولو غوښتنه کړې.

خو لکه څنګه چې باربره پلېټ په خپل دې رپوټ کې وايي خبرې اترې به د وروستي سند لپاره ډېرې سختې وي.

په احتمالي توګه د نړۍ په لرو بر کې نژدې ۴۰ سلنه مېرمنې د ژوند په اوږدو کې يا وهل شوي، يا جنسي تېری پرې شوی او يا معيوبې شوي دي چې په ځينو هېوادونو کې دغه سلنه ۷۰ ته رسېږي.

په ملګرو ملتو کې د ښځو د ادارې مشرې مېشل بېچلټ وويل په سږني کنفرانس کې دا يو چانس دى، چې پر هغه سند هوکړه وشي، چې د مېرمنو په وړاندې د دغه ډول تاوتريخوالي په مخنيوي کې يوه مهمه وسيله شي.

خو په دوديز ډول په دې برخه کې به خبرې ډېرې سختې وي.

ځکه په دې اړه ځينې اختلافونه هم شته دي.

د بېلګې په توګه د هغې ژبې پر سر چې وايي حکومتونه بايد له دودونو يا مذهب نه کار وا نه خلي چې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په برخه کې خپلې ژمنې پلي نه کړي.

ډېپلوماتان وايي ايران، روسيه او واتیکان په دې برخه کې د مخالفت مشري کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .