تنفسي ازموينه 'د ګېډې سرطان تشخيصوي'

د خپريدو وخت: 04:55 گرینویچ - پنجشنبه 07 مارچ 2013 - 17 کب 1391

اسراييلي پروفيسور حسام حيک وايي تنفسي ازموينه د گېډې د سرطان د تشخيص يوه اغېزمنه لار ده.

يوې څېړنې موندلې، چې ساده او چټکه تنفسي ازموينه کولاى شي چې د ګېډې سرطان تشخيص کړي.

اسراييلي او چينايي ساينس پوهانو ويلي، چې د گېډې د سرطان د تشخيص دغه طريقه ٩٠ سلنه دقيقه ده.

پر ١٣٠ کسانو ترسره شوې دغې څېړنې وکولى شواى، چې د گېډې له نورو دردونو نه سرطاني ناروغۍ تشخيص کړي.

څېړنې وموندله، چې په دغو کسانو کې اووه دېرش يې د گېډې سرطان، دوه دېرش يې د معدې ناسوراو يو شپيتو يې د گېډې نورې ناروغۍ لرلې.

د برتانيا د سرطاني ناروغيو مجله وايي دغه ازموينه کولى شي چې د گېډې د سرطان د تشخيص په لارو چارو کې يو انقلاب رامنځ ته کړي او دغه چاره چټکه کړي.

طریقه

پلټونکي اوس ددغې طريقې د اغېزمنتوب د ازبات په موخه پر نورو ډېرو کسانو دغه ازموينه ترسره کوي.

په ساينس کې تنفسي ازموينه کومه نوي خبره نه ده، وار د مخه ډېر څيړونکي په دې بوخت دي چې د سږو د سرطان په گډون د تنفسي ازموينې له لارې د سرطان ناروغۍ نور ډولونه تشخيص کړي.

برتانيا کې د سرطاني ناروغيو پلټونکي وايي د گېډې د سرطان د ناروغۍ د تشخيص هره چټکه لاره به له هغو سره مرسته وي چې له دغې ناروغۍ کړېږي.

اسراييلي پروفيسور حسام حيک وايي تنفسي ازموينه د گېډې د سرطان د تشخيص يوه اغېزمنه لار ده.

پلټونکي اوس ددغې طريقې د اغېزمنتوب د ازبات په موخه پر نورو ډېرو کسانو دغه ازموينه ترسره کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .