د چاوېز مړی د کاراکاس پوځي اکاډیمۍ ته وړل شوی

د خپريدو وخت: 07:01 گرینویچ - پنجشنبه 07 مارچ 2013 - 17 کب 1391
د لاتینې امریکا ځینې مشران د هوګو چاویز مړي ته د درناوي لپاره کاراکاس ته رسېدلي.

د لاتینې امریکا ځینې مشران د هوګو چاویز مړي ته د درناوي لپاره کاراکاس ته رسېدلي.

هغه ځانگړى پوځي گاډى چې د وېنزويلا د ولسمشر هوگو چاويز مړى يې لېږدواه، پلازمېنه کاراکاس کې پوځي اکاډمۍ ته رسېدلى دى.

د هغه مړى به د جمعې تر ورځې چې خاورو ته سپارل کېږي، همدلته ځاى په ځاى وي.

په سلگونو زره خلکو له هغه پوځي روغتون نه چې هوگو چاويز په کې د سه شنبې په ورځ مړشو تر دې ځايه د هغه له تابوت سره د اتو کيلو مترو اوږد واټن وواهه.

د هغه ډېرو ملاتړو ژړلي، د خپل مړ شوي مشر انځورونه يې لېږدول او د هغه پر تابوت يې گلان پاشل.

ښاغلی چاویز د امریکا د سیاست جدي منتقد و، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د سرطان له اوږدې ناروغۍ له کبله د ۵۸ کلونو په عمر مړ شو.

د هغه زیاتره ویر کوونکو سره کمیسونه اغوستي وو، د وینزویلا په بیرغ کې د چاویز پر نغښتل شوي تابوت او مړي یې ګلان شیندل.

"ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد هم پخپل هېواد کې د هوګو چاویز د مړینې له کبله یوه ورځ ماتم اعلان کړی او چاویز یې "شهید" بللی."

د بي بي سي خبریال ویل ګرنټ وايي، د ښاغلي چاویز ملاتړي او ویر کوونکي ژاړي او ګڼ د خپل هېواد د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

لویه تشه

د ښاغلي چاویز کورنۍ او د لاتینې امریکا مشران له غمشریکۍ سره کاراکاس ته رسېدلي دي.

د چاویز د کورنۍ غړیو، پوځي قومندانانو د وینزویلا د کابینې غړو په خپل وار د هغه مړي ته د درناوي خپل مراتب وړاندې کړل.

د هوګو چاویز مړینې د هغه زرګونه مینه وال ژړولي.

د هوګو چاویز مړینې د هغه زرګونه مینه وال ژړولي.

د بي بي سي خبریال وايي: "د یوه داسې مشر مړینه، چې یو سیاسي ګوند د هغه په هڅو جوړ شوی و، د ښاغلي چاویز د انقلاب په پایله کې راغلي ګوند کې یوه لویه تشه ګڼل کېږي."

د وینزویلا د اساسي قانون پربنسټ، تازه ټاکنې به په ټیک دېرشو ورځو کې ترسره کېږي، دولت ویلي چې ټاکنو ته یې چمتووالی پیل کړی دی.

عمومي باور دا دی، چې مرستیال ولسمشر نیکولاس مادورو به د ښاغلي چاویز ځای ناستی شي.

اټکل دی، چې د ښاغلي مادورو اصلي سیال به انریکه کاپریلس وي، چې په تېر اکتوبر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو کاندید و، خو د هوګو چاویز له خوا یې ماتې وخوړله.

د ښاغلي چاویز ملاتړي غواړي چې خپل مشر د وینزویلا د خپلواکۍ د مشر سیمون بولیوار ترڅنګ خاورو ته وسپاري.

هغه چې په ۱۹۹۸ کال کې د خپلو خلکو له لوري د لومړي ځل لپاره ولسمشرۍ ته ورسېد، په لاتینه امریکا کې د شتمنو ضد د ګوند راژوندي کولو لامل شو.

"شهید"

"خپله کمزوري ونه ښيي، تاوتریخوالی ونه کړي، کینه او کرکه له خپلکو زړونو وباسي"

هوګو چاویز

د ارجنټاین، بولیویا او یوروګوای د ولسمشرانو په ګډون کارکاکاس ته د جنوبي امریکا ګڼ مشران رسېدلي دي.

ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد هم پخپل هېواد کې د هوګو چاویز د مړینې له کبله یوه ورځ ماتم اعلان کړی او چاویز یې "شهید" بللی دی.

په ایکوادور کې بیا درې ورځې ماتم اعلان شوی، خو وینزویلا ټیک یوه اوونۍ ماتم کوي.

د وینزویلا مرستیال ولسمشر نیکولاس مادورو وړاندې ویلي وو، چې چاویز د وینزویلا له خلکو د خپل یووالي د ساتلو غوښتنه کړې وه.

هغه له خلکو غوښتل، چې "خپله کمزوري ونه ښيي، تاوتریخوالی ونه کړي، کینه او کرکه له خپلکو زړونو وباسي".

پوځ هم ویلي، چې د وینزویلا پارلمان او مرستیال ولسمشر به خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شي.

وینزویلا

د چاویز ملاتړیو سره کمیسونه اغوستي وو.

پوځ په ۲۰۰۲ کال کې د یوې ناکامې کودتا په لړ کې چې چاویز د لنډې مودې لپاره واک ته په کې ورسېد، خو د خلکو په ملاتړ کودتا د ښاغلي چاویز له خوا ماتې وخوړه.

د ښاغلي چاویز له مړینې وروسته، په وینزویلا کې دوه امریکايي دپلوماتان د پوځ په قطعاتو کې د جاسوسۍ په تور ایستل شوي دي.

په پام کې ده، چې د وینزویلا ولسمشریزې ټاکنې په راتلونکو ۳۰ ورځو کې وشي، چې تر نوي ولسمشر ټاکل کېدا پورې به مرستیال ولسمشر د ولسمشر دنده پرمخ وړي.

هوګو چاویز د خپلې ۱۳ کلونو واکمنۍ پرمهال د بې وزله خلکو د لاسنیوي او مرستې لپاره ډېرې طرحې جوړې کړې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .