د کتاب نړیواله ورځ او د لوستلو ستونزې

د خپريدو وخت: 19:39 گرینویچ - پنجشنبه 07 مارچ 2013 - 17 کب 1391

نن (پنجشنبه د مارچ۷مه) د کتاب نړیواله ورځ ده.

دا ورځ د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او روزنیز سازمان، یونېسکو له خوا رامنځ ته شوه چې د نړۍ په څه د پاسه ۱۰۰ هېوادونو کې لمانځله کېږي.

برتانیې او شمالي ایرلنډ ته د لومړي ځل لپاره دا ورځ له کاتا لونیا څخه راغله چې د سینت جورج ورځ بلل کېده او په دې ورځ به مینانو یو بل ته کتابونه سوغاتول.

د کتابونو په نړیواله ورځ کتاب چاپوونکي، کتاب پلورونکي او کتاب مینه وال په ګډه کار سره کوي او کتاب لوستل هڅوي.

په برتانیا او شمالي ایرلند کې په دې ورځ ماشومان کتاب لوستلو ته هڅېږي او دوی ته د دوی د خوښې کتابونه ورکول کېږي.

کارپوهان وایي چې له کوچني عمره له ماشومانو سره د کتابونو لوستل د هغوی مغزو ته وده ورکوي.

امریکا متحد ایالتونه په دې برخه کې زیاتې هلې ځلې کوي چې له ښوونځي مخکې عمر ماشومانو ته د کتاب لوستلو امکانات برابر کړي.

ولسمشر باراک اوباما وایي پوهنه د معلوماتو د پېر سکه ( کرنسي) ده.

د نوموړي د ولسمشرۍ پرمهال د ماشومانو زده کړې ته زیاتې پيسې بیلې شوې او نور دوه میلیارده ډالر یې هغو ماشومانو ته بېل کړل چې لا ښوونځي کې نه دي شامل شوي.

نورو هېوادونو هم په دې برخه کې هلې ځلې پیل کړې دي.

کارپوهان وایي چې له کوچني عمره له ماشومانو سره د کتابونو لوستل د هغوی مغزو ته وده ورکوي.

په امریکا کې د شیکاګو د پوهنتون تیموتي نولېس وایي د "انسان د ماغزو په سلو کې ۹۰ وده د صفر نه تر ۵ کلنۍ پورې ده". خو هغه زیاتوي "موږ په سلو کې ۹۰ پیسې په هغو ماشومانو لګوو چې عمر یې تر پنځه کلنۍ پورته دی".

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې لاهم خلک کتاب نه لولي.

بې سوادي، نا امني، بې وزلي او د زده کړې ټيټه کچه یې اصلي لاملونه دي.

انټرنټ هم په دې برخه کې ونډه لرلې ده. دې تکنالوژۍ د کتاب په وړاندې هم مثبته او هم منفي ونډه لرلې ده. اوس زیات شمېر خلک د کتابتون پرځای انترنېټ ته ور ننوځي او هلته کتابونه لولي.

بل لورته لیکوال خپلې لیکنې د کتاب چاپولو پرځای انټرنېټي ویبپاڼو ته ورکوي او هغه یې ورته چاپوي چې لوستونکي یې هلته لولي.

د ځینو څېړونکو په وینا افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د کتاب لوستلو دود ورځ په ورځ په کې کمزوری کېږي، په ځانګړې توګه د کتابونو په لیکلو او لوستلو کې د مېرمنو ونډه کمه ده.

له دې سره سره د ماشومانو لپاره کتابونه کم چاپېږي چې ځینې یې د دوی له طبعې سره نه دي جوړ.

دلته په لوېدیځ که د هرماشوم له عمر سره برابر کتابونه چاپېږي چې ځينې یې ډېر ستایل شوي هم دي.

ډېر لیکوال د کتاب د چاپ په بدل کې پيسې ترلاسه کوي خو په افغانستان کې بیا ځینې خلک په کتاب پيسې نه ورکوي، اوله بده مرغه دا دود لا هم روان دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .