امریکا د اسامه د "ویاند" د نیولو ادعا کړې ده

د خپريدو وخت: 05:28 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391
سلیمان ابو غیث

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، سلیمان ابو غیث په ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۲ کال پورې د اسامه بن لادن ترڅنګ و.

امریکايي چارواکو ویلي، چې د اسامه بن لادن ویاند سلیمان ابو غیث یې تېره اوونۍ په اردن کې نیولی، چې په نیویارک کې به محاکمه شي.

د امریکا د کانګرس غړي پیټر کېنګ د تېرې پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې سلیمان ابو غیث د اسامه بن لادن زوم هم دی.

د امریکا په وینا، ابو غیث د سپټمبر د ۱۱ د بریدونو په طرحه کولو کې لاس درلود.

په پام کې ده، چې سلیمان ابو غیث د جمعې په ورځ د نیویارک یوې فدرالي محکمې ته حاضر شي.

پر نوموړي د ګڼو امریکايي وګړو د وژنې تور هم دی.

د ایف بي ای یوه مامور جورج ونیزلوس ویلي "سلیمان ابو غیث د القاعدې شبکې یو مهم غړی و. همدا ده چې ده له خپل مقامه په ګټې اخیستو سره د امریکا پرضد خلک او جنګیالي هڅول."

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، سلیمان ابو غیث په ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۲ کال پورې د اسامه بن لادن ترڅنګ و.

وېدیو

دوی دا هم وايي، چې په دې موده کې دی د القاعدې شبکې رسمي ویاند و.

"د ابو غیث د نیول کېدا په تړاو په امریکا کې ځینو حقوق پوهانو فدرالي محاکمه کې د هغه محاکمه کول د قانون خلاف کار بللی دی."

پر هغه دا تور هم دی، چې ګني د ۲۰۰۱ د سپټمبر د ۱۲ ورځ له اسامه بن لادن او ایمن الظواهري سره په یوه وېدیو کې لیدل شوی دی.

دوی په دغه وېدیو کې امریکا ته د نورو بریدونو ګواښ کړی و او ویلي یې وو چې "د امریکا ضد یو لوی پوځ رامنځ ته کېدونکی دی".

دوی له مسلمانانو غوښتي وو چې "د یهودو، مسیحیانو او امریکايانو" ضد جګړه وکړي.

د اردن یوه امنیتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې سلیمان ابو غیث تېره اوونۍ، د امریکا او اردن ترمنځ د نیول شویو د سپارلو د قانون له مخې امریکا ته حواله شو.

ښاغلی کینګ د القاعدې شبکې لپاره په جګړه د دغه ویاند نیول کېدل یوه لویه لاسته راوړنه بولي.

د جمهوریت غوښتونکو دغه غړي ویلي چې "موږ د القاعدې شبکې یو، یو غړی په خپل وار له منځه وړو یا نیسو".

دا به د امریکا په خاوره کې د القاعدې شبکې د یوه جګپوړي غړي محاکمه وي.

لینزي ګرېهام

لینزي ګرېهام وايي، ابو غیث باید ګوانتانامو کې محاکمه شي.

د بشري حقونو د یوې ډلې د راپور له مخې، د سپتمبر د ۱۱ له پېښو وروسته تر اوسه د ترهګرۍ په تور او فعالیتونو نیول شوي ۶۷ بهرني نیول شوي شکمن ترهګر د امریکا فدرالي محکمو کې محاکمه شوي دي.

د ابو غیث د نیول کېدا په تړاو په امریکا کې ځینو حقوق پوهانو فدرالي محاکمه کې د هغه محاکمه کول د قانون خلاف کار بللی دی.

د جمهوریت غوښتونکو یوه سناتور لیزني ګرېهام په تېره پنجشنبې ویلي وو چې "هغه مهال چې موږ اسامه بن لادن ته دومره نژدې کس نیسو، زما په باور په یوه پوځي محکمه کې یې محاکمه کول باید په وروستي ګام کې ترسره شي. هغه باید په ګوانتانامو کې محاکمه شي".

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .