د چاوېز مړی مومیا او نندارې ته اېښودل کېږي

د خپريدو وخت: 10:13 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391

د جمعې په ورځ په کاراکاس کې د لاتینې امریکا مشران د چاوېز د مړي د درناوي لپاره راغونډ شول.

د وینزویلا مرستیال ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي، د مړه شوي ولسمشر کلېکاږل هوګو چاویز مړی به د کاراکاس پوځي موزیم په یوه سرخلاصي تابوت کې نندارې ته کېښودل شي.

مرستیال ولسمشر نیکولاس مادورو وویل، چې د ښاغلي چاوېز مړی به مومیايي شي او وروسته به د پرله پسې نندارې لپاره په یوه ښیښه یي تابوت کې په یوه موزیم کې کېښودل شي.

نوموړي وویل، حکومت دا پرېکړه وروسته تر هغې وکړه، چې تر دوو میلیونو زیاتو وېنزوېلیانو د ښاغلي چاوېز تابوت ته د نژدې ورتلو لپاره ساعتونه ساعتونه په اوږدو لیکو کې تېر کړل:

"زه غواړم چې خپلو خلکو او نړۍ ته دا ووایم، چې موږ د قوماندان ولسمشر جسد د خلکو د دوامدارې نندارې لپاره مومیايي کوو، چې دوی وکولای شي د انقلاب په موزیم کې یې وویني. د هو چي مېن، د لېنن، د ماو څې تونګ په ډول به د ده جسد هم د خلکو د لیدو لپاره ساتل کېږي. "

د جمعې په ورځ په کاراکاس کې د لاتینې امریکا مشران د چاوېز د مړي د درناوي لپاره راغونډ شول.

مرستیال ولسمشر مادورو وویل، د جنازې مراسم د پلان مطابق ترسره شول.

دی وايي، چې د چاوېز مړی به د مخکني چینايي مشر ماو تچي تونګ او د شوروي اتحاد د مخکني مشر ویلادیمیر لینین د مړیو په څېر مومیا او وساتل شي.

په کاراکاس کې د بي بي سي خبریال ویل ګرانټ وايي، د چاوېز پلویانو هغه ته د وداع پرمهال د مننې کلیمې وکارولې.

د چاوېز مړی د کاراکاس په هغه پوځي موزیم کې ساتل کېږي، چې په ۱۹۹۲ کال د یوې ناکامې پوځي کودتا په لړ کې هلته ونیول شو.

مادورو دا هم ویلي، چې دغه ودانۍ به د "کودتا موزیم" په نامه بدله شي.

خو وینزویلیان هیله لري، چې د چاوېز مړی باید د نولسمې پېړۍ د خپلواکۍ د مشر سیمون بولیفار له مړي سره نژدې کېښودل شي.

خو د وینزویلا اساسي قانون وايي، چې پانتیون ته د هېڅ یوه مړي داخلول جواز نه لري، مګر چې د مړینې یې چې ۲۵ کاله پوره شوي وي.

د وینزویلا حکومت وايي، دېرش مشرانو، چې زیاتره یې د لاتینې امریکا او کاریبي سمندر دي، د چاوېز په جنازه کې ګډون کړی و.

په دغو مشرانو کې د برازیل ولسمشر ه دیلما ورزیف او ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد هم ګډون کړی و.

د چاوېز د کورنۍ غړو او نژدې کسانو او د لاتینې امریکا ځینو مشرانو د تېرې پنجشنبې پر ورځ د چاوېز مړي ته درناوی او خدای پاماني وویله.

"ما مه پرېږدﺉ چې مړ شم"

پر همدې مهال، ځینو رپوټونو د هوګو چاوېز د ژوند د وروستي وصیت وروستي ټکي راخیستي دي.

حکومت د چاوېز مړی نندارې ته وروسته تر هغه کېښودل، چې تر حکومت دوو میلیونو زیاتو وېنزوېلیانو د ښاغلي چاوېز تابوت ته د نژدې ورتلو لپاره ساعتونه ساعتونه په اوږدو لیکو کې تېر کړل.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د انقلابي مشر جنرال خوسېه اونییا له قوله ویلي، پر چاوېز چې د زړه زوروره حمله راغله، د ژوند کولو ډېره تمه یې وکړه.

دی وايي چاوېز په دې اثنا کې ور په غوږ شو چې "نه غواړم ومرم، لطفاً مه مې پرېږدﺉ، چې مړ شم".

په کاراکاس کې د بي بي سي خبریال ویل ګرانټ وايي، د چاوېز پلویانو هغه ته د وداع پرمهال د مننې کلیمې وکارولې.

دی زیاتوي، چې د چاوېز مړینه نه یوازې د هغه د پلویانو په منځ کې یوه لویه تشه رامنځ ته کړه، بلکې په ټول سیاسي ډګر کې یې ځای خالي پاتې شو.

د وینزویلا د اساسي قانون پربنسټ، د ولسمشر تر مړینې وروسته باید د یوې میاشتې د ننه ټاکنې وشي، او مرستیال ولسمشر د ټاکنو تر بشپړېدو پورې د چارو واګي په لاس کې واخلي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .