کانګریس برېنن د سي ای اې د مشر په توګه ومانۀ

د خپريدو وخت: 09:10 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391
جان برېنن

جان برېنن د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د ولسمشر بارک اوباما له جګپوړو سلاکارانو څخه و.

د امریکا کانگريس، جان برېنن د هغه هېواد د استخبارتي شبکې CIA د مشر په توگه تاييد کړى دی.

ښاغلى برېنن چې د ترهګرۍ ضد برخه کې د ولسمشر اوباما مشاور و، وړاندې يې هم د CIA لپاره ٢٥ کاله کار کړى.

دده د تاييد مخه جمهوري پلوي سناتور راند پال نيولې وه، راند پال گانگريس ته ١٣ ساعته وينا کړې وه او نوموړي د بې پيلوټه الوتکو د کارونې په برخه کې د اوباما د ادارې د تگلارې د وضاحت غوښتنه کړې وه.

د ولسمشر په توګه د دویم ځل لپاره تر ټاکل کېدو وروسته، په مشرانو جرګه کې د جمهوریت غوښتونکو او دیموکراتانو ترمنځ د پړي د سرونو کش کولو لړۍ پیل شوې ده.

اوباما وړاندې ویلي وو چې "د جان د تجربې پربنسټ، چې په استخباراتو کې یې ۲۵ کاله کار کړی، زموږ ښځې او سړي ښه اداره کولی شي".

جان برېنن د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د ولسمشر بارک اوباما له جګپوړو سلاکارانو څخه و.

له ډېرې مودې راهیسې، د هغه د ټاکل کېدو لپاره هلې ځلې کېدې، او ګڼو سناتورانو منلی و.

د برېنن پر پلوۍ د کانګرس ۶۳ غړو د (هو) او ۳۴ نورو د (نه) رایې ورکړې.

د کنتاکي ایالت سناتور راند پال، چې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو سخت مخالف دی.

ده له ولسمشر اوباما غوښتي وو، چې په امریکايي خاوره کې د امریکایانو د وژلو لپاره د بې پیلوټه الوتکو له کارولو ډډه وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .