م. م پر شمالي کوریا نور بندیزونه لګوي

د خپريدو وخت: 05:50 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391

د کوريا د بهر نيو چارو وزارت د امريکا په متحده ايالاتونو تورلگولی چي د يوې اټومې جگړې د پيلولو لپاره پلمه لټوي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په شمالي کوريا د تېرې مياشتې د دريمې اټومي ازموينې له کبله د بنديزونو ساحه نوره هم پراخه کړې.

له چين سره، چې د شمالي کوريا دودیز متحد دى، د امريکا د متحدو ايالتونو له خبرو وروسته د امنيت په شورا کې ټولو په يوه خوله د بنديزونو د پراخولو په پلوۍ رايه ورکړه.

ددغو نويو بنديزونو تر مخه، د نورو څيزونو ترڅنگ په ټولو هغو لارو او عوایدو هم بنديز نافذ شوى، چې د هغو له لارې د شمالي کوريا له اټومې پروگرام سره مالي مرسته کېږي.

د امنيت په شورا کې د رايو له بهیره څو ساعته وړاندې د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزير په مقابل لوري د وار د ړومبي کولو خبردارى ورکړ او په متحده ايالاتونو يې تور پورې کړ چې له جنوبي کوريا سره يې پوځي مانورې، شمالې کوريا باندې د يوه اټومي بريد په موخه پيل کړي دي.

تېزې خبرې

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لپاره ويانده ویکتوريا نولاند دغه خبرداري هسې تيزې خبرې گڼلي خو وايي دوي به بيا هم ورته په جدي سترگه گوري:

''اجازه راکړﺉ دغې موقع نه په استفادې بايد ووايم چې متحده ايالات د باليستيکي توغنديو د بريد پر وړاندې، ځان نه د دفاع توانمندي لري. او دا هم بايد ووايم چې موږ د بالیستيک توغنديو پر وړاندې خپل دفاعي سيستم نور هم پياوړى کړى. او هم د جنوبي کوريا او جاپان دفاع او سيمه یيزې سولې او امنيت ساتلو ته ژمن پاتې يو''.

د کوريا د بهر نيو چارو وزارت د امريکا په متحده ايالاتونو تورلگولی چي د يوې اټومې جگړې د پيلولو لپاره پلمه لټوي.

او خبرداري يې ورکړی، چي دوی به د خپلې دفاع له حق نه په گټه اخیستو پرې وار ړومبى کړي.

د کوريا د بهر نيو چارو وزارت دغه خبردارى د KRT په نوم د کوريا د يوه دولتې ټلويزیون له لارې خپور شو:

د امنيت په شورا کې د رايو له بهیره څو ساعته وړاندې د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزير په مقابل لوري د وار د ړومبي کولو خبردارى ورکړ

''څنگه چې نژدې ده، متحده ايالات د اټومي جگړې اور بل کړي، نو موږ هم له خپل حق نه په استفادې وړاندې تر هغه چې هغوی راباندې بريد وکړي، غواړو وار پرې ړومبى کړو او د تېري کوونکي مراکز به په نښه کړو تر څو وکولاى شو چې د خپل هېواد اوچتې گټې خوندي کړو''.

په ملګرو ملتونو کې د جنوبي کوريا سفير د شمالي کوريا د خبرداري په وړاندې غبرگون کې وويل چي شمالي کوريا ته به دا په لويه بيه پرېوځي او همدا راز د دوی په خبره.، د شمالي کوريا په پاروونکو بيانيو يې اندېښنه وښووله.

او همدا راز يې وويل چې د شمالي کوريا دغه پارونې که لفظي وي او يا هم فزيکي، ورته د منلو وړ نه دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .