برتانیا ابو قتاده د ضمانت په ماتولو بیا نیولی

د خپريدو وخت: 09:40 گرینویچ - شنبه‬ 09 مارچ 2013 - 19 کب 1391
ابو قتاده

ابو قتاده د یوې ځانګړې استیناف محکمې له لوري په تېر نومبر کې په ضمانت خوشی شو.

په لندن کې د اردن هغه سخت دریځی عالم بېرته نیول شوی، چې ویل کېږي، په ضمانت له خوشي شویو شرطونو یې پښه اړولې ده.

ابو قتاده وړاندې برتانیا نیولی و، خو په ضمانت یې بېرته خوشی کړ.

د برتانیا حکومت د راتلونکې دوشنبې په ورځ په برتانیا کې د ابو قتاده د پاتې کېدو د اپیل په اړه پرېکړه کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي: "۵۲ کلن ابو قتاده د لندن شمال کې له دې کبله نیول شوی، چې د ضمانت شرطونه یې مات کړي دي."

دی وايي چې ډېر ژر د هغه د قضیې لپاره د استیناف محکمه جوړه شي.

د برتانیا د پولیسو ویاند ویلي: "د لندن په شمال لوېديځ، او لوېديځ کې د کورونو پلټنه بشپړه شوه، خو په یوه بله سیمه کې یو شکمن کور تر څارنې لاندې دی، چې ژر به وپلټل شي".

محکمې ابو قتاده په اردن کې له ترهګرۍ سره په تړاو په ځینو کړنو تور ن کړی، همدارنګه پر نوموړي په ۲۰۰۰ کال د لوېديځ او اسراییلو د موخو په نښه کولو او ممکنه چاودنو تورن دی.

خو ځانګړې استیناف محکمې ویلي، له اردن یې داسې ضمانت نه دی اخیستی، چې ګني ابو قتاده به دوی ته سپاري.

د کورنیو چارو برتانوۍ وزیرې تیریزا مای د محکمې پروړاندې ددغې پرېکړې په اړه د راتلونکې دوشنبې په ورځ خپله شاهدي وايي.

ابو قتاده د یوې ځانګړې استیناف محکمې له لوري په تېر نومبر کې په ضمانت خوشی شو.

نوموړی په لانګ لارټین زندان کې بندي و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .