د ډیلي جنسي تېري کوونکی زندان کې مړ موندل شوی

د خپريدو وخت: 04:59 گرینویچ - دوشنبه 11 مارچ 2013 - 21 کب 1391

دغه ۵۵ کلن زندان تر ۱۲۰۰۰ ډېرې خونې لري، چې د چارواکو په وینا تر ۶۰۰۰ بندیان په کې ساتل کېږي.

هندي رسنیو ویلي، په نوي ډیلي کې د ډله ییز جنسي تېري نیول شوي اصلي بندي په زندان کې خپل ځان وژلی دی.

رام سینګ له خپلو پنځو نورو تورنو کسانو سره د یوې ۲۳ محصلې د جنسي تېري او وژنې په تور نیول شوي وو.

راپورونو دا هم ویلي چې ګني "تورن رام سینګ د نوي ډیلي تیهار زندان په یوه خونه کې ځان وژلی دی".

رام سینګ د هغو پنځو تورنو له ډلې یو دی، چې په تېر دسمبر کې د هند حکومت پر یوې ۲۳ کلنې محصلې د جنسي تېري او بیا د هغې د وژنې په تور ونیول.

د هند خبري تلوېزیون (ان ډي ټي وي) د هندي زندان د چارواکو له خولې ویلي چې "رام سینګ په سیمه ییز وخت د سهار پر پنځو بجو زندان کې ځان وژلی دی.

تر اوسه د حقوقي لاملونو له کبله د قرباني شوې او وژل شوې محصلې نوم نه دی ډاګیزه شوی.

قرباني شوې نجلۍ په سنګاپور کې د تېر دسمبر پر ۲۹مه د درملنې پرمهال مړه شوه.

پر دغې هندۍ محصلې هغه مهال ډله ییز جنسي تېری وشو، چې په نوي ډیلي کې یوه بس ته له خپل یوه ملګري سره وختله، لومړی سخت ووهل شول، بیا تر ډله ییز جنسي تېري وروسته، تر مړینې پورې وینه ترې ولاړه.

دغه موضوع د نړۍ او سیمې په کچه غوسه راوپاروله.

وکیل

د رام سینگ مدافع وکيل بي بي سي ته وويل، پوليسو نوموړى د هغه د موکل له مړينې خبر کړ.

د رام سینگ په گډون پنځه تنه په ځانگړې محکمې کې محاکمه کېدل چې د مرگ له سزا مخامخ وو.

تیهار زندان

تیهار زندان
  • د نوي ډیلي تیهار زندان په ګرد هند کې تر ټولو خوندي زندان او په ټوله اسیا کې تر ټولو لوی زندان دی
  • په دغه زندان کې تر ۱۲۰۰۰ ډېرې خونې شته، چې نژدې ۶۰۰۰ بندیان په کې ساتل کېږي
  • په زندان کې د هند مخکني په فساد تورن نیول شوي سیاستوال سوداګر هم ساتل کېږي،

له همدې پېښې سره په تړاو شپږم کس د ماشومانو په ځانگړې محکمې کې محاکمه کېږي.

د نوي ډیلي تیهار زندان ویاند سونیل ګوپتا بي بي سي ته ویلي، چې د پېښې په اړه د پلټنې امر شوی دی.

دی وايي، چې د رام سینګ مړی د دوشنبې په ورځ عدلي طب ته استول شوی دی.

خو د یوه بل بندي شوي تورن وکیل ویویک شرما وايي، چې د تېرې جمعې پر ورځ یې خپل موکل د خوشالۍ په حالت کې ولید:

"هغه خوشاله ښکارېده. او تېره ماښامانۍ مې له ده سره وه. نه پوهېږم، هغه ولې ځان وژلی؟!"

پر څلورو تورنو ۱۳ تورونه دي، چې په دې کې د وژنې، جنسي تېري، تښتونې او د شواهدو او ثبتونو د له منځه وړلو تورونه هم شامل دي.

که چېرې پر دوی دغه لګول شوي تورونه ثابت شي، د مرګ له سزا سره مخامخېدای شي.

پر رام سینګ دا تور هم و، چې ګني هغه بس یې چلاوه، چې ډله ییز جنسي تېری په کې شوی و.

د چارواکو په وینا، د تیهار زندان په ګرده اسیا کې تر ټولو لوی زندان ګڼل کېږي، چې د هندي حکومت له لوري پرې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

دغه ۵۵ کلن زندان تر ۱۲۰۰۰ ډېرې خونې لري، چې د چارواکو په وینا تر ۶۰۰۰ بندیان په کې ساتل کېږي.

په زندان کې نهه جلا کوچني زندانونه هم دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .