د کاتولیکې کلیسا نوی مشر وټاکل شو

د خپريدو وخت: 00:07 گرینویچ - پنجشنبه 14 مارچ 2013 - 24 کب 1391

د کاتولیکې کلیسا نوي ټاکل شوي مشر خلکو ته په خپلې لومړنۍ وینا کې ویل چې په کلیسا کې به په ګډه کار کوي او له خلکو یې ځان او نړۍ ته یې د دعا کولو غوښتنه وکړه.

د رومن کاتولیکې کلیسا نوی پاپ ارجنټاینی پادري خوخیو ماریو برګالیو وټاکل شو.

دا په تېرو څه باندې زرو کلونو کې لومړی ځل دی چې یو غیر اروپايي د کاتولیکو عیسویانو د پاپ په توګه ټاکل کېږي.

نوموړی په بونیس ایریس کې زیږدلی خو پلار یې یو ایټالوی مهاجر و.

د پاپ په توګه د برګالیو ټاکل کېدل ایښوونکی بلل شوی.

دی اوس د پاپ فرانیس په نامه نومول شوی دی.

د هغه د ټاکل کېدو اعلان یوه بل پادري وکړ او د لاتیني ټکو په ګډون یې د سینټ پیټریس په ډګر کې ټولو شویو زرګونو خلکو ته وویل: "زه تاسو ته د خوښې یو اعلان لرم او هغه دا چې موږ اوس یو پاپ لرو."

له ټاکل کېدو وروسته پاپ فرانیس په سینټ پیټریس ډګر کې خلکو ته وینا وکړه او خپلې خبرې یې په يوې ټوکې پیل کړې.

"ماښام مو په خیر، تاسو پوهېږي چې د پادریانو د پټې غونډې موخه دا وه چې په روم کې یو نوی پاپ وټاکي خو داسې ښکاریده چې زما ورورنه پادریان د نړۍ اخر سر ته پسې تللي وو."

د کاتولیکې کلیسا نوي پاپ دغه راز خلکو ته په وینا کې وویل راځي چې اوس په ګډه کار سره وکړو او نه یوازې ځان ته بلکې ټولې نړۍ ته هم دعا وکړو.

"اوس د دې وخت دې چې د روم په کلیسا کې چې د ټولو کلیساګانو چارې سمبالوي په ګډه کار وکړو او ګامونه واخلو. همدا د ورورولۍ، مینې او اعتبار تګ لوری دی. راځي چې تل ځان ته او یو بل ته دعا وکړو، راځي چې ټولې نړۍ ته دعا وکړو ځکه چې په نړۍ کې ډېره ښه ورورولي شته."

پاپ فرانیس ۷۶ کلن دي.

دی د پاپ بنډیکت شپاړسم پر ځای چې تېره میاشت یې په ناڅاپي توګه د ۸۵ کالو په عمر استعفی ورکړه ټاکل شوی دی.

دا په تېرو ۶۰۰ کلونو کې لومړی ځل و چې د کاتولیکې کلیسا یوه مشر له خپلې دندې په دې ډول استعفي ورکړه.

کله چې د نوي پاپ د ټاکل کېدو اعلان وشو د ارجنټاین په پلازمېنه بونیس ایریس کې خلکو په خوښیو لاس پورې کړ او ویل یې چې د پاپ په توګه د خوخیو ماریو برګالیو ټاکل کېدل د لاتینې امریکا لپاره یو ډېره ښه ډالۍ ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .