امریکا د توغندیو ضد سیستم پیاوړی کوي

د خپريدو وخت: 05:03 گرینویچ - شنبه‬ 16 مارچ 2013 - 26 کب 1391
هېګل

هېګل وايي، د توغنديو ضد نوې دستگاوې به د امریکا د دفاعي سيستم وړتيا نژدې ٥٠ سلنه پوره کړي.

د امريکا ددفاع وزير چک هېګل وايي د شمالي کوريا له خوا د مخ پر زياتېدونکو ګواښونو د مخنيوي لپاره غواړي چې د هېواد په لوېديځ ساحل کې د توغنديو ضد سيستم پياوړى کړي.

تر دې اعلان يوه اوونۍ د مخه د شمالي کوريا مشر کيم جونګ يون ګواښ کړې و، چې د امريکا پلازمېنه واشنگتن به د اور په لمبو وسوځي.

د امريکا ددفاع وزير چک هېگل وويل، دا د شمالي کوريا له خوا غير مسؤولانه او بې باکه لمسونه ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ تېره مياشت د پيونگ يانگ له خوا تر اټومي ازموينې وروسته زيات شو.

لکه له واشنگټنه چې د بي بي سي خبريال جوني ډايمند پخپل رپورټ کې کاږي، امريکا به په الاسکا ايالت کې د توغنديو دفاعي سيستم کې ١٤ نوې ځمکنۍ دستگاوې نصب کړې، چې په هوا کې به توغندې شنډ کړي او په جاپان کې به د رادار يا کشف يوه نوې دستگاه ولگوي.

د توغنديو دغه نوې دستگاوې به د امريکا د دفاعي سيستم ظرفيت چې له وړاندې يې په کلفورينا او الاسکا ايالتونو کې لري، دوه برابره زيات کړي.

٪۵۰ وړتیا

د توغنديو دغه نوې دستگاوې به د امريکا د دفاعي سيستم ظرفيت چې له وړاندې يې په کلفورينا او الاسکا ايالتونو کې لري، دوه برابره زيات کړي.

ښاغلي هيگل وويل: ''موږ به په کور د ننه توغنديز سيستم پياوړى کړو. د الاسکا د گريلي په پوځي اډه کې به ١٤ نوې ځمکنۍ دستگاوې نصب کړو، چې په هوا کې د توغنديو د شنډولو وړتيا ډېره کړي، موږ په کلفورينا او الاسکا کې دا له وړاندې د توغنديو ٣٠ دستگاوې لرو چې اوس به يې شمېر ٤٠ ته ورسېږي. د توغنديو ضد نوې دستگاوې به زموږ ددفاعي سيستم وړتيا نژدې ٥٠ سلنه پوره کړي''.

د دي يو لړ گامونو د اخیستلو موخه هغسې چې ښاغلي هېگل يې يادونه وکړه، دا ده چې د شمالي کوريا او ايران د اوږد واتن بالستيک توغنديز ظرفيت او گواښونو څخه يو گام مخته شي.

په ځانگړي توگه شمالي کوريا نه چې په دې برخه کې يې ډېر پرمختگ کړى دى، څارونکي وايي شمالي کوريا د داسې اټومي وسلو له جوړولو څو کاله ليرې ده چې دومره وړتيا ولري امريکا وولي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .