'مجاهدین خلق' د البانیا د پناه غوښتنه رد کړه

د خپريدو وخت: 10:27 گرینویچ - 17 مارچ 2013 - 27 کب 1391
صالح بریشا

د البانيا لومړي وزير صالح بریشا وویل دا وړانديز يې د بشر دوستۍ پر بنست کړى دى.

د ایراني حکومت مخالفې ډلې "مجاهدین خلق" ډلې د البانیا هغه وړاندیز رد کړی، چې ددغې ډلې څه باندې دوو سوو غړیو ته یې د پناه ورکولو وړاندیز کړی و.

ددې ډلې غړي اوس مهال د عراق بغداد ته څېرمه یوې مخکنۍ امریکايي اډې ته نژدې ژوند کوي.

د البانيا لومړي وزير صالح بریشا وویل دا وړانديز يې د بشر دوستۍ پر بنست کړى دى.

ښاغلي بریشا د تېرې شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیالې وزیر باربره لیف او عراق ته د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي مارټن کوپلر او نورو چارواکو سره دغه څرګندونې کولې.

بریشا ویلي، چې "حکومت یې په البانیا کې دې ته چمتو دی، چې د انساني چلند له اړخه د مجاهدین خلق۲۱۰ غړیو ته پناه ورکړي".

"د "اشرف" اډه وروسته تر هغو له وسلو خالي شوه، چې په ۲۰۰۳ کال د امریکا متحدو ایالتونو او نورو ملاتړو یې پر عراق یرغل وکړ."

په ایران کې د مقاومت ددغې ډلې د ملي جرګې ویاند شاهین ګوبادي اسوشټېډ پرېس خبري اژانس ته له پاریسه د تیلې فون پر کرښه ویلي چې "موږ د البانیا د غوښتنې درناوی کوو. خو غوښتنه یې نه شو منلای".

ګوبادي ویلي، چې شورا یې د مجاهدین خلق د لږو غړیو د پناه غوښتنه نه شي منلای، خ ملګري ملتونه وايي، چې د مجاهدین خلق تر درېیو زرو ډېر غړي بغداد ته څېرمه په لیبرټي پوځي ځای کې اوسېږي، چې مخکې د امریکايي ځواکونو اډه وه.

وروسته تر هغو چې لیبرټي اډه "زندان" وګڼله شوه، کوپلر وویل، چې په دې پوځي اډه کې ټولو اوسېدونکو ته باید امریکا او اروپا کې پناه ورکړل شي.

د عراق مخکني ولسمشر صدام حسین د واکمنۍ پرمهال، د مجاهدین خلق ډلې ته د ایران پولې ته نژدې په "اشرف" پوځي اډه کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوه.

عراق ځکه دغې ډلې ته پخپله خاوره کې اجازه ورکړه، چې د ایران پرضد یې په ۱۹۸۰-۱۹۸۸ کلونو کې د عراق مرسته کړې وه.

مجاهدین خلق

مجاهدین خلق ډله، چې تر ډېره یې غړي د ایران د ملي مقاومت د شورا جلا شوي غړي دي، په ۱۹۶۵ کال د ایران د شاه محمد رضا پهلوي د نظام ړنګولو او بیا د اسلامي انقلاب پرضد جوړه شوه.

د "اشرف" اډه وروسته تر هغو له وسلو خالي شوه، چې په ۲۰۰۳ کال د امریکا متحدو ایالتونو او نورو ملاتړو یې پر عراق یرغل وکړ.

دغه اډه امریکایي پوځيانو ونیوه، خو په ۲۰۱۰ کال یې د چارو د سپارلو په لړ کې بېرته عراقیانو ته وسپارله.

د مجاهدین خلق ډله، چې تر ډېره یې غړي د ایران د ملي مقاومت د شورا جلا شوي غړي دي، په ۱۹۶۵ کال د ایران د شاه محمد رضا پهلوي د نظام ړنګولو او بیا د اسلامي انقلاب پرضد جوړه شوه.

دغه ډله د تېرې اتیایمې لسیزې په درشل کې د ګڼو وسله والو بریدونو له ترسره کولو وروسته له ایرانه وشړله شوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .