هند کې بیا ډله ییز جنسي تېری شوی

د خپريدو وخت: 04:56 گرینویچ - 17 مارچ 2013 - 27 کب 1391

پوليس وايي د ډله ییز جنسي تېري قرباني شوې ميرمن اوس د گواليار ښار په يوه روغتون کې بستري ده.

د هند مرکزي ايالت مدهيه پرديش کې پوليس وايي په خټه د سويسزرلينډ پر يوې مېرمنې د ډله ييز جنسي تېري په تور يې په لسگونه کسان نيولي دي.

دغه پېښه د دتيه په سيمه کې د جمعې په شپه رامنځ ته شوه.

لکه د بي بي سي خبريال سلمان روی چې د هند د رايپور څخه پخپل رپورټ کې کاږي، د پوليسو چارواکي وايي ٣٩ کلنه سيلانۍ له خپل مېړه سره پر سايکل د مدهيه پرديش په سيل راوتلې وه او د تاج محل د ليدو لپاره د اوچه څخه اگرې ښار ته په لار وه چې د جديه په کلي کې د شاوخوا ٨ نامعلومو وسله والو له خوا پرې بريد وشو.

وسله والو لومړى له دوى نغدې پيسې او کمپيوټر واخيست او بيا يې د مېړه په مخ کې پر مېرمنې ډله ييز جنسي تېرى وکړ.

پوليس وايي د ډله ییز جنسي تېري قرباني شوې مېرمن اوس د گواليار ښار په يوه روغتون کې بستري ده.

پوليسو اوس ٨ مشکوک کسان نيولي، خو دا لا معلومه نه ده چې اصلي مجرمين هم نيول شوي دي که څنگه.

پوليس وايي کېداى شي په دي پېښه کې ډېر نور خلک هم ښکيل وي، د پوليسو يوه بل چارواکي وويل داسې هم شونې ده چې څو کسانو پر سويسۍ ښځې جنسي تېرى کاوه او نورو ملگرو يې څارنه کوله.

په نوي ډیلي کې د جنسي تېري مجرمینو ته د اعدام سزا غوښتنه شوې ده.

په نوي ډیلي کې د سويس سفارت په يوې وينا پاڼه کې د مدهيه پرديش پر حکومت غږ کړی دى چې د پېښې په اړه ډېر ژر پلټنه بشپړه کړي.

پوليس چارواکي چې د پېښې پلټنه کوي وايي د پېښې عاملین ددې جرم تر سره کولو وروسته د شپې له تيارې څخه په گټه اخيستلو کېداى شي چې نژدې ځنگل ته تښتېدلي وي.

دوى وايي په سيمه کې يې پراخه چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .