پر سويسۍ ښځې ۶ تېري کوونکي نيول شوي

د خپريدو وخت: 08:04 گرینویچ - دوشنبه 18 مارچ 2013 - 28 کب 1391
هند

د ډله ييز جنسي تېري وروستۍ پېښه درې مياشتې وړاندې د ډيلي په بس موټر کې وه

د هند په ماديها پردېش ايالت کې پوليس وايي دوی پر يوې سويسۍ مېرمنې د ډله ييز جنسي تيري په تړاو شپږ کسه نيولي دي.

د پوليسو يوه لوړپوړي چارواکي يوه معتبر خبري اژانس ته ويلي چې تورن به د دوشنبې په ورځ قضا ته حاضر کړای شي.

د جمعې په ورځ پر دغې ښځې د داتيا په ولسوالۍ کې له يوه کلي سره نژدې هغه مهال بريد وشو چې له خپل مېړه سره په يوه ځنګلي سيمه کې دېره وه.

دغه کسان پر داسې مهال نيول کېږي چې په پلازمېنه ډيلي کې د جنسي تېري کوونکو پر وړاندې د سختې سزا او سخت قانون د جوړېدو او عملي کېدو پر سر خبرې روانې دي.

د ډله ييز جنسي تېري وروستۍ پېښه درې مياشتې وړاندې هغه مهال رامنځته شوه چې څو کسانو په ډيلي کې په يوه بس موټر کې پرې ۲۳ کلنې محصلې بريد وکړ.

دغه محصله وروسته په يوه روغتون کې د ور اووښتو ټپونو له امله مړه شوې، چې دې د هند په لر و بر کې د خلکو سخته غوصه راوپاروله او د مجرمينو لپاره يې د سخت قانون د وضع کولو غوښتنه وکړه.

د جمعې په پېښه کې د څو کسانو يوې ډلې وړاندې له دې چې پر هغې جنسي تېری وکړي، د هغې مېړه وواهه.

له دغې جوړې نه بريد کوونکو قيمتي شيان لکه لپ ټاپ کمپيوټر او نور لوټ کړي، خو پوليس وايي دغه وسايل يې بېرته ترلاسه کړي دي.

د پوليسو وياند دليپ اريا وويل دغه شپږ کسه چې عمرونه يې د ۲۰ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي د يوې ځايي قبيلې خلک دي.

د ځايي پوليسو يوه افسر بي بي سي ته ويلي پر سويسۍ ښځې د جنسي تېري په تړاو شل کسه نور تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

راپورونه وايي قرباني شوې ښځې او مېړه يې د ماديها پردېش ايالت پرېښی او اوس په ډيلي کې د سويس سفارت ته رسېدلي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .