د کردانو پي کې کې له حکومت سره اوربند اعلانوي

د خپريدو وخت: 06:59 گرینویچ - سه شنبه 19 مارچ 2013 - 29 کب 1391
عبدالله اوجلان

عبدالله اوجلان د ترکي کردانو له تاریخي مشرانو څخه دی.

په ترکيې کې د کردانو د وسله والې ډلې پي کې کې بندي مشر عبدالله اوجلان ويلي، چې له ترکيې سره د سولې د بهیر په تړاو به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ده په ټکو يو تاريخي اعلان کوي.

په تېرو دريو لسيزو کې د ترکيې د حکومت او پي کې کې ترمنځ نښتو کې له څلويښت زرو زيات کسان وژل شوي دي.

د ۲۰۱۲ کال په وروستیو کې د ترکيې حکومت له ښاغلي اوجلان سره د سولې بهیر پيل کړی، چې له استانبول سره نژدې يوې جزيرې کې بندي دى.

له استانبوله د بي بي سي خبريال جيمز رينالډز خپل راپور کې کاږي.

په پارلمان کې د کردي غړو يو پلاوى پرېښودل شوى وو چې له عبدالله اوجلان سره وگوري، دى د مرمره ټاپو په يوۀ زندان کې بندي دى.

دا سياستوال استنابول ته د پي کې کې د مشر له يوه مهم پيغام سره ستانه شوي دي، چې د هغه يو له مهمو ويناوو بلل شوى دى.

"ترکي چارواکو څو میاشتې وړاندې تر خبرو وروسته درې ځلې له کردي پارلماني وکیلانو سره عبدالله اوجلان ته د خبرو کولو او کتلو اجازه ورکړې وه. "

عبدالله اوجلان پخپل پيغام کې وايي: "د کردانو د نوي کال د لمانځنو پرمهال به يو اعلان کوي، دى وړاندې ليکي، په دې کې به د مسالې د حل په تړاو سياسي او پوځي اړخونو باندې د ډاډ وړمعلومات وي".

په ترکیه کې ډېر داسې گڼي چې ښاغلى اوجلان به اوربند اعلانوي.

او ان ځينې فکر کوي چې د پي کې کې وسله وال جنگيالي د عراق په شمال کې د هغوی اصلي مرکز ته شاته کيږي.

ددې په بدل کې پي کې کې د ترکيې له حکومته غواړي چې کردانو ته چې د ترکيې د نفوس شل سلنه جوړوي، ډېر حقونه ورکړي.

د ویلو ده، چې ترکي چارواکو څو میاشتې وړاندې تر خبرو وروسته درې ځلې له کردي پارلماني وکیلانو سره عبدالله اوجلان ته د خبرو کولو او کتلو اجازه ورکړې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .