تېرو ۱۰ کلونو کې د عراق سياسي، پوځي او امنيتي وضعیت؟

د خپريدو وخت: 13:16 گرینویچ - سه شنبه 19 مارچ 2013 - 29 کب 1391

په خپله عراقيان په هېواد کې د لوى راټوکيدلې سياسي بحران له امله د اشغال ١٠ کاليزه نه لمانځي.

١٠ کاله دمخه نن د مارچ ١٩ نېټه وه چې امريکاييانو او د هغې متحدينو پر عراق بمبارۍ پيل کړې چې په پايله کې يې د صدام حسين حکومت ړنگ شو او د امریکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو عراق اشغال کړ.

په خپله عراقيان په هېواد کې د لوى راټوکيدلې سياسي بحران له امله د اشغال ١٠ کاليزه نه لمانځي.

خو پوښتنه دا ده چې په عراق کې سياسي، پوځي او امنيتي وضع څنگه ده ايا په کي ښه والى راغلي که حالات نور هم خراب شوي دي؟

د هغه کمپین د پيل لس کاله پوره شول چې د صدام حسين واک يې ختم کړو او د هېواد پوځي، امنيتي او سياسي جوړښت يې ويجاړ کړو خو د عراق د يوه متحد دولت په توگه راتلونکى د شک سره مخ دى.

اوسنى لومړى وزير نوري المالکي د کردانو سره سخته لانجه لري چې په شمال کې خپله کورواکه سيمه لري.

کردانو په بغداد کې د مرکزي حکومت نه خپل وزيران راويستي دي او تر څو پورې چې جدي بدلون نه وي رامنځ ته شوى نو بېرته به يې ونه لېږدوي.

د عراق په جګړه کې د زرګونه عراقیان ووژل شول او تر دې ډېر شمېر بې کوره شول.

د عراق په لويديځ کې سني مېشتې سيمې د ښاغلي المالکي د حکومت پر ضد دي.

د سنيانو له خوا د ټيټې کچې بغاوت جاري دى او په اوسط ډول هره مياشت له ٣٠٠ ډېر کسان وژل کېږي.

د لومړي وزير، چې شيعه اکثريتي ټولنې سره تعلق لري، د حکومت دويم پړاو پاى هم رانژدې دى.

پارلمان پرېکړه کړې چې مشران صرف د دوه پړاونو لپاره څوکۍ لرلى شي خو ښکاري چې ښاغلى المالکي په واک کې پاتې کېدو ته ملا تړلې ده او تمه لري چې محکمه د پارلمان پرېکړه بدله کړي.

د هغه مخالفين، چې په هغه د زورواکې د کړو وړو تور لگوي ، ټينگار کوي چې تر څو واک د هغه په لاس کې وي، نو روان بحران نه شي حل کېداى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .