د امريکا ولسمشر اوباما اسراييلو ته ورسېد

د خپريدو وخت: 11:06 گرینویچ - چارشنبه 20 مارچ 2013 - 30 کب 1391
اوباما

ولسمشر اوباما به لوېديځې غاړې ته هم سفر وکړي، خو د سولې له کوم ستر پلانه پرته

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د خپلې ولسمشرۍ په موده کې په لومړي ځل اسراييلو ته سفر کړی دی.

ټاکل شوې ښاغلی اوباما د اسراييلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره وګوري، چې ويل کېږي په تېرو څو کلونو کې يې اړيکې سړې وې.

تمه ده چې د دواړو مشرانو د خبرو اصلي تمرکز د ايران اتومي پروګرام وي، خو دغلته به د سوريې د کړکېچ او په منځني ختيځ کې د سولې د بهير په اړه هم خبرې وشي.

په ښاغلي اوباما په کور دننه نيوکې کېږي چې ولې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې اسراييلو ته نه دى ورغلى.

د ښاغلي اوباما منتقدين وايي دا يوه نښه ده چې هغه په کافي کچه اسراييلو ته نږدې نه دى او اوس چې غواړي د ولسمشرۍ د دويمې دورې لومړى سفر يې اسراييلو ته وي نو هڅه کوي چې تر يوۀ بريده د دغو نيوکو مخه ډب کړي.

د ښاغلي اوباما ادارې په وار وار ويلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نه ماتېدونکى يووالى شته.

امريکا او اسراييل د ايران او سوريې په تړاو گډې اندېښنې هم لري، او دا چې په دې تړاو څه وشي ډېرې خبرې به په همدې ورټولې وي.

ولسمشر اوباما به لوېديځې غاړې ته هم سفر وکړي خو وايي چې د سولې کوم ستر پلان يا طرحه نه لري.

سپينه ماڼۍ هڅه کوي په دې برخه کې د تمو کچه ټيټه کړي، له دې خبرداري سره چې د دوو دولتونو د رامنځ ته کولو له لارې د دغې ستونزې د هواري لپاره وخت له لاس وځي.

ځينې په دې اند دي چې ښاغلى اوباما به داسې جدي هڅو ته زمينه برابره کړي چې پر مټ يې خبرې اترې بيا له سره پيل شي. خو خوشبيني کمه ده چې دا دې د دغې چارې لپاره سم وخت وي.

د امريکا د ولسمشر او د اسراييلو د لومړي وزير ترمنځ اړيکي خورا زيات ساړۀ دي، او يوې وروستۍ نظر پوښتنې ښوولې چې يوازې ١٠ سلنه اسراييليان د ولسمشر اوباما په اړه ښه نظر لري.

د ښاغلي اوباما د سفر اصلي برخه به اسراييلي ولس ته د هغه وينا وي.

د هغه اصلي موخه چې له اسراييليانو سره اړيکي ورغوي او خپل انځور ښه کړي چې په دې توگه د اسراييلو پر نوي حکومت يې اغيز ډېر شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .