د پاکستان راتلونکې ټاکنې د مې په يوولسمه کېږي

د خپريدو وخت: 11:55 گرینویچ - چارشنبه 20 مارچ 2013 - 30 کب 1391

د اساسي قانون پر بنسټ د شورا له منحلېدو ۶۰ ورځې وروسته انتخابات ترسره کېږي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري اعلان کړی چې راتلونکي عمومي انتخابات به د ۲۰۱۳ کال د مې مياشتې پر يوولسمه نېټه ترسره کېږي.

د ولسمشرۍ وياند فرحت الله بابر په يوه وينا کې ويلي چې ولسمشر دغه اعلان د چارشنبې په ورځ له لومړي وزير نه د معلوماتو له ترلاسه کولو سمدستي وروسته وکړ.

د پاکستان ملي شورا چې په لومړي ځل خپله کاري دوره بشپړوي د مارچ په ۱۶مه، منحل شوې او د اساسي قانون پر بنسټ د شورا له منحلېدو ۶۰ ورځې وروسته انتخابات ترسره کېږي.

د پاکستان حکومتي تلويزيون وايي د ټاکنو د کمېسيون د مهالوېش له مخې د مارچ له ۲۳ تر ۳۰مې د نوماندۍ اسنادونه اخيستل کېږي.

خو تر اوسه د واکمن ګوند او مخالفو ډلو ترمنځ د سرپرست لومړي وزير د ټاکلو پر سر سلا نه ده شوې.

د پاکستان د پيپلز يا خلکو ګوند د دغه هېواد په تاريخ کې په لومړي ځل خپله کاري دوره بشپړه او اوس د يوه موقتي لومړي وزير پر سر خبرې روانې دي.

تر دې وړاندې ځينې حکومتونه د پوځي کودتا او ځينې نور په زور دې ته اړ شوي چې ملي شورا ړنګه کړي.

جنرال پروېز مشر د نواز شريف دوره وړاندې له بشپړېدو ختمه کړې او ضياء الحق د ذوالفقار علي بوټو دورې ته د پای ټکی کېښود.

د دغو دورو په مينځ کې څو وارې د نواز شريف مسلم ليګ ګوند د خلکو د ګوند حکومت ړنګېدو ته اړ وېست او د بېنظير بوټو په مشرۍ د خلکو ګوند د مسلم ليګ د حکومت دوره بشپړېدو ته نه پرېښوده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .