عبدالله اوجلان له ترکي حکومت سره اوربند اعلان کړ

د خپريدو وخت: 13:19 گرینویچ - پنجشنبه 21 مارچ 2013 - 01 وری 1392

اوجلان د نوي کال پر لومړۍ ورځ د اوربند اعلان کړی، چې ترکانو دغه ورځ په خوښیو لمانځله.

د ترکي حکومت وسله والې پي کې کې ډلې مشر عبدالله اوجلان پخپل تازه پیغام کې له حکومت سره د اوربند اعلان کړی دی.

له زندانه نوموړي د نوي کال په پلمه پخپل پیغام کې چې د "دیار بکر" په ګڼ وګړیز کرد مېشتي ښار کې لوستل شوی، ویل شوي چې "یوسلې ته نه وایم، خو سیاست ته هو".

نوموړي دا پیغام داسې مهال استولی، چې ترکي وګړي د نوي کال مېله لمانځي او د هغه پیغام یې هم اورېدلی دی.

د هغه دغه پیغام لومړی په کردي ژبه بیا په ترکي ژبه ولوستل شو.

اوجلان ویلي "دا یوه پیلامه ده، نه پای. دا د قومي لږکیو د نوې مبارزې پیل دی".

د ترکي حکومت او پي کې کې ډلې ترمنځ د تېرو دېرشو کلونو په نښتو کې لږترلږه ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.

د ترکیې رسمي تلوېزیون ویلي، اوجلان پخپل پیغام کې له ترکي خاورې د کردي جنګیالیو د وتلو غوښتنه هم کړې ده.

ترکیې په تېر دسمبر کې له اوجلان سره خبرې پیل کړې، په دې شرط چې وسلې وغورځوي.

څو ورځې وړاندې اوجلان ویلي وو، چې د اوربند اعلان به ژر وکړي.

د رجب طیب اردوغان حکومت منلې وه چې د کردستان د کارګر ګوند له جنګیالیو سره په خبرو کې پاتې راغلې ده.

خو دا ځل یې د ښکاره خبرو اعلان وکړ، چې تر ډېره د ترکانو او کردانو هیلې یې راوټوکولې.

ښايي ترکي حکومت اوس لږکیو کردانو ته په حقونو ورکولو قایل شي، داسې چې اصلاحات راولي، په نوي دیموکرات اساسي قانون کې کردانو ته مساوي حقونه ورکړي او په سیمه ییزو ادارو کې د هغوی حقونه وروسپاري.

مهمې غوښتنې

عبدالله اوجلان په ۱۹۹۹ کال کینیا کې د ځانګړو ترکي پوځيانو له خوا ونیول شو.

کردان هڅه کوي، چې د کارګر ګوند په تړاو خپل سلګونه فعالین راخوشي کړي، او خپل مشر عبدالله اوجلان، چې دا مهال استانبول ته څېرمه په یوه ټاپو کې په عمري بند محکوم بندي دی، راخوشی کړي.

خو د کارګر ګوند مهمې غوښتنې دا دي، له ترکي خاورې په وتلو سره پر دوی وژونکي بریدونه ونه شي.

اوجلان نژدې ۴۰۰۰ جنګیالي لري، چې زیاتره یې د عراق په شمال کې مېشت دي.

عبدالله اوجلان په ۱۹۹۹ کال په کینیا کې ونیول شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .