نوی چینایی ولسمشر د روسیې په سفر

د خپريدو وخت: 10:32 گرینویچ - جمعه 22 مارچ 2013 - 02 وری 1392
شي جین پینګ

له ښاغلي شي سره په دې سفر کې د هغه ښځه او مشهوره پوځي سندرغاړې پېنګ لي یون هم ملګرې ده.

د چین نوی مشر شي جين پینګ به د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د خپل لومړي بهرني سفر په ترڅ کې نن روسیې ته ورسېږي.

نوموړي بېګا د خپل دغه سفر په اړه وویل، چې روسیه او چین تر ټولو مهم ستراتېژیک ملګري دي.

تمه ده چې ښاغلی شي به د روسیې له ولسمشر ويلادیمیر پوتین سره د یوې سترې نل ليکې د پروژې په اړه وغږېږي.

د دغې ن للیکې له لارې به د روسیې د غازو ستر تولید ځایونه له چین سره ونښلول شي، چې انرژۍ ته ډېره اړتیا لري.

د سوریې جګړه او د شمالي کوریا اتومي پروګرام هم ښايي د دوی د خبرو په اجنډا کې شامل وي.

شنونکي وايي، چین له روسیې سره خپلو اړیکو ته د یوه ښه انډولیز توکي په سترګه ګوري، ځکه چې واشنګټن له نورو اسیايي هېوادونو سره پیاوړې اړیکې لري.

په دغه درې ورځني سفر کې ښاغلی پینګ له روسیې سره ځینې اقتصادي قراردادونه هم لاسلیک کړي.

ولسمشر

شي جین پینګ

شي جین پینګ تېره اوونۍ د چين د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

روسیې ته تر روانېدا مخکې ښاغلي شي وویل، دواړه هېوادونه "د انرژۍ په برخه کې ډېر مهم شریکان دي".

چینایی ولسمشر تنزانیا، سوېلي افریقا او د کانګو جمهوریت ته هم ځي.

په سوېلي افریقا کې به د چین ولسمشر د بریکس په نامه سرمشریزه کې د مارچ پر ۲۶ او ۲۷ ګډون وکړي.

بریکس سرمشریزه کې برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا غړي دي، د انرژۍ پنځه اصلي تولیدوونکي هېوادونه دي.

له ښاغلي شي سره په دې سفر کې د هغه ښځه او مشهوره پوځي سندرغاړې کلېکاږل پېنګ لي یوان هم ملګرې ده.

روسیه د نړۍ له هغو لویو هېوادونو څخه یو دی، چې ډېره انرژي تولیدوي، او چین د نړۍ د ډېرو هېوادونو د انرژۍ استهلاکوونکو هېوادونو په کتار کې راځي.

تېر کال د روسیې او چین ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۸۸ میلیارد امریکايي ډالرو ته ورسېده.

بیجېنګ او مسکو تقریباً په دیپلوماتیکو مسایلو کې ورته نظر لري، لکه د ایران، سوریې او شمالي کوریا په اړه.

 پېنګ لي یوان

پېنګ لي یوان یوه مشهوره سندرغاړې وه.

د چین ولسمشر روسیه خپل یو "دوست ګاونډی" بللی او وايي چې "د روسیې او چین ترمنځ اړیکي یوه نوي پړاو ته ننوتي چې په لړ کې یې دواړه هېوادونه لوی پرمختیايي فرصتونه یوبل ته ورکوي".

د تېر ۲۰۱۲ کال په اوږدو کې روسي ولسمشر له چین سره د لانورو اقتصادي همکاریو غږ کړی و.

همدارنګه، چین د افریقا تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی.

شي جین پینګ تېره اوونۍ د کلېکاږل چين د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .