د سوات ملاله په جایزې ونازول شوه

د خپريدو وخت: 12:03 گرینویچ - جمعه 22 مارچ 2013 - 02 وری 1392

د جایزې د ورکړې په غونډه کې خپله ملاله یوسفزۍ نه وه خو جایزه يې پلار ضیا الدین یوسفزي ترلاسه کړه.

د ملالې پلار ته په برتانیا کې د انډيکس په نامه ټولنې دا جایزه وسپارله او ورسره یې د سوريې فعال بیسل خرتابل، د یونان ورځپاڼه لیکونکي کوستاس ویکسي وینس او د سوېلي افریقا عکاسې زینیل مهولي ته هم جایزې وسپارل شوې.

۴۰ کاله وړاندې جوړه شوې انډیکس نومې ټولنه هر کال په څلورو بېلا بېلو برخو کې ځلېدونکو څېرو ته جایزې ورکوي.

د سوات ملالې یوسفزۍ او درو نورو فعالینو ته د جایزو د ورکړې پر وخت د انډیکس ټولنې اداري مشرې کرسټي هیوز وویل: "د سږ کال ګټوونکو د خورا ډېرو ستونزو په سر هم کم ساری جرئت ښوولی او دوی د هغو ټولو خلکو لپاره د مخکښانو حیثیت لري چې د بیان د ازادۍ درناوی کوي."

د انډکس شرکت مشر جانتهن ډمبل په خپلو خبرو کې وویل: "دا د بیان د ازادۍ لمانځنه ده. د بیان هغه ازادي چې د لیکلو، بلاګ چلولو، ټیوټ کولو، احتجاج کولو، انځورولو، ادبیاتو یا موسیقۍ د پنځولو له لارې کېږي د انسان بنسټیز حق دی."

په دې غونډه کې خپله ملاله یوسفزۍ نه وه خو جایزه يې پلار ضیا الدین یوسفزي ترلاسه کړه.

د ملالې پلار وویل: "زه نړیوالو ته دا وایم چې خپله ما کومه توره نه ده کړې، د یوه پلار په توګه ما یوازې یو کار کړی، ما ملالې ته د بیان د ازادۍ موقع ورکړې ده. زه ټولو پلرونو ته وایم چې خپلو اولادونو ته د نظر د بیانولو ازاديورکړي. د بیان ازادي تر ټولو لوی حق دی همدا د ټولو مسایلو د حل لاره ده."

ملاله یوسفزۍ له هغه وخته په نړیوال ډګر کې یاده شوه چې په سوات کې وسله والو طالبانو برید پرې وکړ او د دې نظر يې د خپلو لارښونو خلاف وباله.

ملاله په سر لګېدلې وه خو په پاکستان او وروسته د برتانیا په یوه روغتون کې تر عملیاتو وروسته روغه شوه.

په نورو ګټونکو کې د سوریې بیسل خرتابل، انجینیر دی خو له تېر یوه کاله د دمشق چارواکو بندي کړی دی.

د سوېلي افریقا زینیل مهولي بله ګټونکې ده چې عکاسي کوي. دې د تور پوستو همجنس بازو ښځو عکسونه اخیستي دي او د هغوی پر حقونو يې رڼا اچولې.

د ژورنالیزم د څانګې جایزه د یونان کوستاس ویکسي وینس ته ورکړل شوه.

ده په ۲۰۱۲ کال کې د هغو شتمنو یونانیانو نوملړ خپور کړی و چې په سویس کې يې بانکي حسابونه لرل او خپلې پیسې يې له دیوالي کېدونکي یونانه ایستلې وې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .