بې وخته واورې برتانیا له ستونزې سره مخامخ کړې

د خپريدو وخت: 13:22 گرینویچ - جمعه 22 مارچ 2013 - 02 وری 1392

په سکاټلنډ کې د ډېرې واورې له امله پر سړکونو تګ راتګ ګران شوی دی.

په برتانیا کې د واورو او ورښتونو له امله تر ۱۰۰۰ ډېر ښوونځي تړل شوي او په شمالي ایرلنډ کې تر ۵۰ زرو ډېر کورونه له برېښنا محروم شوي دي.

د بي بي سي د هوا پېژندنې څانګه وايي د جمعې په ورځ به د برتانیا په ځينو شمالي برخو کې د واورې له امله ترانسپورت له کړاو سره مخامخ وي.

اټکل دی چې په ځينو سيمو کې به له ۲۰ تر ۴۰ سانتي مترو پورې واوره کېږي.

په شمالي ایرلنډ کې د توپاني هواګانو او واورې له امله ۳۷ زره کورونه او دفترونه برېښنا نه لري او ۷۰ ښوونځي په کې تړلي دي.

دغلته د شمالي ایرلنډ او روسيې ترمنځ د نړیوالو اتلولیو د غوراوي فوټبال لوبه هم د واورې له امله له خطر سره مخامخ ده.

په سکاټلنډ کې د ډېرې واورې له امله پر سړکونو تګ راتګ ګران شوی دی.

په شمالي وېلز کې شاوخوا ۲۰۰ ښوونځي د واورې او تېزو هواګانو له امله تړل شوي دي.

داسې ګنګوسې پیدا شوي چې ښايي د دغې کم سارې هوا له امله برتانیا کې د کورونو د تودولو او پخلي لپاره غاز په څو ورځو کې ختم شي خو چارواکو دغه خبرونه رد کړي او وايي داسې کوم خطر نشته.

د هوا پېژندنې د څانګې مامورین وايي د مارچ روانه میاشت تر دسمبر او جنوري هم ډېره سړه ده.

اټکل دا دی چې د شنبې او یکشنبې په ورځو هم ښايي واوره وورېږي.

د مارچ په میاشت کې د برتانیا د تودوخې اوسط عموما شپږ سانتي ګراده وي خو سږکال دا اوسط درو ته ټیټ شوی دی.

خو تر ټولو سوړ مارچ په ۱۹۶۲ کال کې و چې د تودوخې اوسطه درجه په کې څه کم دوه سانتي ګراده وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .