د ټاکنو کمیسیون پاکستانی سرپرست لومړی وزیر ټاکي

د خپريدو وخت: 05:43 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392
د ټاکنو کمیسیون

د انتخاباتو کمیسیون د سرپرست لومړي وزیر ټاکلو لپاره یوازې دوې ورځې وخت لري.

پاکستان کې سیاسي مشران د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ د یوه سرپرست لومړي وزیر په نومولو کې تر پاتې راتلو وروسته به اوس د انتخاباتو کمیسیون مشر د لنډمهالې مودې لپاره مشر وټاکي.

د پاکستان په تېر ۶۵ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره تر پنځه کلنې دورې بشپړېدو وروسته دغه هېواد ملي اسمبلي د مارچ په شپاړسمه منحل شوه.

لومړی وزیر او د لوی اپوزیسیون مشر سره درې ورځې وخت وو چې سرپرست لومړی وزیر وټاکي، چې تر پارلماني ټاکنو د انتقالې مودې د هېواد چارې پرمخ بوځي او د ټاکنو څارنه هم وکړي.

خو هغوی په کې بریالي نه شول.

وروسته له اساسي قانون سره سم، د لومړي وزیر د ټاکلو مساله د دواړو غاړو د ګوندونو یوې اته کسیزې کمېټې ته وسپارل شوه چې د کمېټې غړي هم درې ورځو کې څه پرېکړې ته رسېدو کې بریالي نه شول.

دواړو غاړو پر خپلو وړاندیز شوو نومونو ټینګار وکړ چې دوی وړاندې د یو بل نومومونه رد کړي وو.

اوس د سرپرست لومړي وزیر د ټاکلو مسؤوليت د ټاکنو د کمیسیون پر غاړه دی، چې دوو ورځو کې پرېکړه وکړي.

د انتخاباتو کمیسیون مشر فخرالدین جي ابراهیم اوس په دې مساله د کمیسیون غړو سره مشورې پیل کړې دي.

د انتخاباتو کمیسیون د سرپرست لومړي وزیر ټاکلو لپاره یوازې دوې ورځې وخت لري.

داسې امکان هم شته چې د کمیسیون مشر هم یوه ورځ کې وټاکل شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .