د نتنیاهو بښنې ترکي- اسراییلي اړیکي په رغېدو کړل

د خپريدو وخت: 05:15 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392
پر مرمره ترکي کښتۍ اسراییلي برید د دواړو هېوادونو اړیکي ترینګلي کړل.

پر مرمره ترکي کښتۍ اسراییلي برید د دواړو هېوادونو اړیکي ترینګلي کړل.

په داسې مهال چې د منځني ختيځ ډېره برخه له بحران او گډوډۍ سره لاس او گرېوان ده، نو په سيمه کې د امريکا مهمو ملگرو اسراييلو او ترکيې ته نه ښايي چې پخپلو کې په اختلافونو کې ښکېل وي.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د يوه تيلې فوني تماس په ترڅ کې د ترکيې له لومړي وزير رجب طيب اردوغان څخه د اسراييلي ځواکونو له خوا د ترکيې پر کښتۍ د بريد له امله بښنه وغوښته.

ښاغلي نتنياهو له ښاغلي اردوغان سره ژمنه وکړه چې د قربانيانو کورنيو ته به تاوان ورکړي.

په ٢٠١٠ م کال کې د اسراييلو سمندري ځواکونو پر هغه کښتۍ بريد وکړ چې غزې ته يې بشري مرستې رسولې په دغه بريد کې ٩ ترکي فعالان ووژل شول.

ناصر سنکي- بي بي سي- استانبول

د ترکیې لومړي وزیر یوه خبرپاڼه کې ویلي چې رجب طیب اردوغان له اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره تیلې فوني خبرې کړې دي.

په ویناپاڼه کې راغلي، چې نتنیاهو د اسراییلي ولس له لوري له ترکانو رسماً د خپلو تېروتنو او ترکي فعالینو د وژل کېدو په تړاو بښنه غوښتې ده، اردوغان د ترکي ولس په استازیتوب دغه بښنه منلې ده.

دواړو مشرانو موافقه کړې، چې د قرباني شویو ترکانو خپلوانو ته به اسراییل تاوان ورکوي، همداشان، نتنیاهو ویلي، چې د غزې په ګډون فلسطیني خاورې ته به د مدني مرستو او توکیو د ننوتو مخه نه نیسي، دواړو خواوو منلې ده، چې فلسطیني خاوره کې به د بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

په اعلامیه کې راغلي، چې اردوغان له نتنیاهو سره په تیلې فوني خبرو کې ویلي، چې ترکيه او یهودي وګړي تاریخي اړیکي لري، خو د اړیکو ترینګلتیا دواړه ولسونه خواشيني کړي دي، او ترکیه لاهم په سیمه ییزه او نړیواله کچه د اسراییلو او فلسطیني ترمنځ د ستونزې هواري ته د زړه له کومي د یوه شامل او دایمي حل په لټه کې ده.

د ٢٠٠٧ م کال راهيسې په عمومي انتخاباتو کې د حماس تر بري وروسته اسرايلو د غزې ښار کلا بند کړ او د حماس پر حکومت يې سخت محدوديتونه ولگول.

تر دې وروسته د فلسطينيانو خواخوږو او د بشري حقونو څو ډلو هڅه کړې ده چې غزې ته د مرستو په رسولو سره دغه کلابندي ماته کړي.

په ظاهره داسې برېښي چې ښاغلى اوباما به وړاندې تر دې چې اردون ته روان شي، د اسراييلو او ترکيې ترمنځ د شخړې هوارولو کې منځگړتوب کړى او اسراييلي حکومت يې هڅولى چې له ترکيې بښنه وغواړي.

سره له دې چې ترکيه او اسراييل په سيمه کې گډې پوځي او سوداگريزې گټې لري، خو ترکيې په وار وار پردې ټينگار کړى چې له اسراييلو سره به هله اړيکي بيا ټينگې کړي، چې اسراييلي حکومت ترى بښنه وغواړي او د قربانيانو کورنيو ته تاوان ورکړي.

ترکيه او سراييل دواړه هېوادونه په هغه څه کې چې په مصر کې پېښيږي کلکه دلچسپي اخلي، دواړه هېوادونه له سوريې سره گډه پوله لري.

د اسراییلو غلیم

د اسراييلو له غليم ايران سره د ترکيې اړيکي په سوريه کې د کورنۍ جگړې د راټوکېدو پر سر خرابي شوي.

ترکيه د سوري ياغيانو او ايران بيا د سوريې د حکومت ملاتړ کوي.

د اسراييلو بښنه د امريکايانو پر طبعې هم برابره ده او لکه په منځني ختيځ کې چې وضعیت په چټکۍ سره مخ پر بدليدو دی، د اسراييلو دغه گام به لږ تر لږه د امريکا ددو مهمو ملگرو ترمنځ په اړيکو کې ثبات او ټيکاو راولي.

ناصر سنګي- بي بي سي- استانبول

د ترکیې لومړي وزیر یوه خبرپاڼه کې ویلي چې رجب طیب اردوغان له اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره تیلې فوني خبرې کړې دي.

په ویناپاڼه کې راغلي، چې نتنیاهو د اسراییلي ولس له لوري له ترکانو رسماً د خپلو تېروتنو او ترکي فعالینو د وژل کېدو په تړاو بښنه غوښتې ده، اردوغان د ترکي ولس په استازیتوب دغه بښنه منلې ده.

دواړو مشرانو موافقه کړې، چې د قرباني شویو ترکانو خپلوانو ته به اسراییل تاوان ورکوي، همداشان، نتنیاهو ویلي، چې د غزې په ګډون فلسطیني خاورې ته به د مدني مرستو او توکیو د ننوتو مخه نه نیسي، دواړو خواوو منلې ده، چې فلسطیني خاوره کې به د بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

په اعلامیه کې راغلي، چې اردوغان له نتنیاهو سره په تیلې فوني خبرو کې ویلي، چې ترکيه او یهودي وګړي تاریخي اړیکي لري، خو د اړیکو ترینګلتیا دواړه ولسونه خواشيني کړي دي، او ترکیه لاهم په سیمه ییزه او نړیواله کچه د اسراییلو او فلسطیني ترمنځ د ستونزې هواري ته د زړه له کومي د یوه شامل او دایمي حل په لټه کې ده.

په ۲۰۱۰ کال د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر اویجدور لیبرمان ویلي وو، چې اسراییل به د هغو نهو ترکانو په وژلو بښنه ونه غواړي، چې غزې ته پرې د تګ پرمهال د اسراییلو لخوا برید وشو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .