روسی میلیاردر بورس بېریزووسکي برتانیا کې ومړ

د خپريدو وخت: 08:13 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392

د برتانیا پولیسو د نوموړي د مړینې په باب پلټنې پیل کړي دي.

برتانیا کې مشهور روسی صنعتګر بورس بېریزووسکي د لندن ښار په څنډه کې خپل کور کې مړ موندل شوی. بېریزووسکي برتانیا کې د تبعید ژوند کاوه. ۶۷ کلن بېریزووسکي د روسي ولسمشر ولادمیر پوتین له کلکو مخالفینو څخه یو و او روسي چارواکو یې د نیولو هڅه کوله.

د برتانیا پولیسو د نوموړي د مړینې په باب پلټنې پیل کړي دي. ټیمز وېلې پولیس وايي تر اوسه د نوموړي د مړینې سبب معلوم نه دی. د پولیسو په وینا تر اوسه د دوی معلومات په لومړي پړاو کې دي، ځکه اوس مهال په دې باب څه ویل ګران دي. د امبولانس خدمتونو ویندوی ویلي ماسپښین مهال دوی ته له برکشایر اسکاټ سیمې نه په ټیلیفون وویل شول.

" موږ یاد شوي ادرس ته یو امبولانس او څو کارکوونکي ولېږل، خو ۶۷ کلن بېریزووسکي د پېښې په ځای کې ساه ورکړې وه."

ویل کېږي، چې نوموړی د مالي زیان له کبله له ذهني فشار سره مخامخ و. تېر کال نوموړي ته نږدې درې ملیارده پونډه زیان واوښت. د بي بي سي د نړیوالو مسایلو خبریال رچرډ ګالپن وايي له دې زیانه وروسته بېریزووسکي له ډېر ذهني فشار سره مخامخ و.

د ۱۹۹۰ په لسیزه کې روسیه کې د بېریزووسکي تجارت خورا مخکښ و. هغه مهال نوموړي په روسیه کې د مرسډیز او روسي ګران بیه ګاډو سوداګري کوله. وروسته نوموړي د روسیې په یوه شخصي ټیلیویزیون کې ونډه واخیسته او له پخواني ولسمشر بورس یلسن سره یې په واک تر لاسه کولو کې مرسته وکړه.

د یلسن د ولسمشرۍ په وروستیو کلونو کې بېریزووسکي د روسیې د امنیت شورا د مرستیال سکرتر په توګه هم دنده تر سره کړه. پر نوموړي تور ولګېد، چې د څو کسانو د وژلو په توطیه کې یې لاس درلود. مسکو کې د بي بي سي خبریال اسټیو روزنبرګ ویلي:

"د ۱۹۹۰ لسیزې پر مهال بورس د روسیې له ډېرو بانفوذو کسانو څخه یو و. نوموړي د کمپیوټر پروګرامر او ګاډو پلورونکي سوداګر په توګه کاروبار پیل کړ او وروسته واکمنۍ ته دومره نژدې شو"

خو بېریزووسکي چې د کومې روسیې په اوج ته رسېدو کې ونډه درلوده، وروسته د هغې روسیې له لویو ناقدینو څخه یو و.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .