تشدد ختمولو لپاره د مصري ولسمشر محمد مرسي خبرداری

د خپريدو وخت: 06:23 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392

د ښاغلي مرسي له څرګندونو مخکې پلازمېنه قاهره او نورو ښارونو کې نښتې شوې.

د مصر ولسشمر محمد مرسي خبر دارى ورکړ چې د ملت ژغورلو لپاره کېداى شي ځيني کلک ګامونه پورته کړي.

د ښاغلي مرسي له دې څرګندونو مخکې د اخوان المسلمين د واکمن ګوند او مخالفو ګوندونو د پلويانو ترمنځ د جمعې په ورځ د مصر په پلازمېنه قاهره او يو شمېر نورو ښارونو کې نښتې وشوې، چې لسګونه کسان په کې ټپيان شول.

"له دې مخکې مصر کې پراخ اندو مخالفو ګوندونو پر ولسمشر محمد مرسي تور ولګاوه، چې نوموړی غواړي په هېواد کې یو نوی ډول دکتاتوري نظام واکمن کړي."

د ښاغلي مرسي دا څرګندونې داسي مهال مخې ته راځي چې مخالفو اعتراض کونکو درې ورځي د مخه په يو شمېر ښارونو کې د اخوان المسلمين پر مرکزي دفترونو بريدونه وکړل او ځينو ودانيو ته يې اور واچاوه.

له دې مخکې مصر کې پراخ اندو مخالفو ګوندونو پر ولسمشر محمد مرسي تور ولګاوه، چې نوموړی غواړي په هېواد کې یو نوی ډول دکتاتوري نظام واکمن کړي او دا چې ښاغلی مرسي د ۲۰۱۱ د انقلاب ارزښتونه تر پښو لاندې کوي. ولسمشر مرسي دغه تورونه ردوي.

نوموړي د روانې میاشتې په لومړیو کې خبرداری ورکړ، چې مصري امنیتي ځواکونه به د دولتي ادارو د ساتنې لپاره سخت اقدامات وکړي او هغه کسان به (په سیاسي توګه) مسوول وبلل شي، چې تشدد ته لمن وهي.

مصر کې د تاوتریخوالي اوسنۍ لړۍ قاهره کې د انقلاب د دویمې کلیزې د جشن پر مهال د جنوري په ۲۴ پیل شوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .