سوري اپوزېسیون عرب لیګ کې چوکۍ خپله کړه

Image caption عرب لیګ کې دغه څوکۍ له هغه راهيسې تشه وه چې عرب ليګ په ۲۰۱۱ کال کې د سوريې غړيتوب وځنډاوه.

د سوريې د حکومت مخالف اپوزېسيون په لومړي ځل د عرب ليګ په سرمشريزه کې د سوريې څوکۍ خپله کړه. د سوريې ملي ايتلاف ته په دوحه کې د قطر د امير له لوري چې د دغې سرمشريزې، مشري کوي، د دغې څوکۍ ترلاسه کولو لپاره رسمي بلنه ورکړل شوې ده.

دغې سرمشريزې ته د سوري اپوزېسيون څلور استازي ورغلي وو، چې مشري يې معاذ الخطيب کوله، چې فکر کېږي د ايتلاف له مشرۍ يې استعفی ورکړې.

روانه اونۍ د سوريې د حکومت مخالفې ټلوالې مشر معاذ الخطيب له خپلې دندې د استعفا ورکولو اعلان وکړ. دغې ټلوالې وویل، نړېواله ټولنه ياغيانو ته د کافي ملاتړ په برابرولو کې پاتې راغلې ده.

ښاغلي خطيب د فېسبوک پر خپلې پاڼې ليکلي و، چې د سوريې له خلکو سره يې ژمنه کړې وه چې که حالات د نه منلو وړ شول نو استعفا به کوي.

ښاغلي خطيب په ډاګه کړه چې استعفا يې د نړېوالې ټولنې هغې ناکامۍ ته په غبرګون کې ده چې د دۀ په وينا د سوريې حکومت مخالفو ته د دفاعي وسيلو د برابرولو په برخه کې پاتې راغلې.

د ښاغلي خطيب د استعفا خبره په داسې مهال کې مخې ته راغله چې له دې يوه ورځ وړاندې د اروپا د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د برتانيا او فرانسې د هغې غوښتنې ډېر هرکلى و نه شو چې ويل يې د سوريې ياغيانو ته د وسلو پر ورکړې لګېدلى بنديز دې لرې کړل شي.

په يوه احساساتي وينا کې ښاغلي خطيب وويل د سوريې خلک د خپلو وينو په بدل کې ازادي ترلاسه کوي.

عرب لیګ کې دغه څوکۍ له هغه راهيسې تشه وه چې عرب ليګ په ۲۰۱۱ کال کې د سوريې غړيتوب وځنډاوه.

ورته مطالب