د سوريې حکومت مخالفې ټلوالې مشر استعفا وکړه

د خپريدو وخت: 15:31 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392

ښاغلى الخطيب د موقت حکومت د جوړېدا پلوى نه و.

د سوريې د حکومت مخالفې ټلوالې مشر معاذ الخطيب له خپلې دندې استعفا وکړه. دغه ټلواله وايي نړېواله ټولنه ياغيانو ته د کافي ملاتړ په برابرولو کې پاتې راغلې ده.

ښاغلي خطيب د فېسبوک پر خپلې پاڼې ليکلي چې د سوريې له خلکو سره يې ژمنه کړې وه چې که حالات د نه منلو وړ شول نو استعفا به کوي.

ښاغلي خطيب په ډاګه کړې چې استعفا يې د نړېوالې ټولنې هغې ناکامۍ ته په غبرګون کې ده چې د دۀ په وينا د سوريې حکومت مخالفو ته د دفاعي وسيلو د برابرولو په برخه کې پاتې راغلې.

خو د چارو څارونکي په دې باور دي چې د سوريې د ملي شورا د مشر په توګه د ښاغلي الخطيب د دندې له پيله نيولې تر اوسه د نړېوالې ټولنې اغېزمن ملاتړ يوه ناندريزه موضوع وه خو د حکومت مخالفو له لوري د موقت حکومت مشر ټاکل ښايي معاذ الخطيب لپاره خبره له زغمه ايستي وي.

ښاغلى الخطيب د موقت حکومت د جوړېدا پلوى نه و.

دا ځکه چې ښاغلي الخطيب لږه موده وړاندې له د سوريې له حکومت سره د خبرو اترو وړانديز کړى و او د موقت حکومت رامنځ ته کېدل کېداى شي د بشارالاسد له حکومت سره د خبرو اترو هيله نوره هم کمزورې کړي.

داسې ځينې اندېښنې هم شته چې ګواکې بهر مېشتې حکومت مخالفه ټلواله په سوريه کې له روانو حالاتو ډېره نه ده خبره او يا ور باندې مخامخ اغېز نه لري.

د چارو څارونکي دې ته هم اشاره کوي چې د ښاغلي الخطيب يوه وېره به ښايي دا هم وي چې د لنډ مهالي جوړښت يا حکومت له جوړېدو سره به حکومت مخالفي بهر مېشتي مشران نور هم له حالاتو لرې پاتې شي.

د ښاغلي خطيب د استعفا خبره په داسې مهال کې مخې ته راځي چې يوه ورځ وړاندې د اروپا د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د برتانيا او فرانسې د هغې غوښتنې ډېر هرکلى و نه شو چې ويل يې د سوريې ياغيانو ته د وسلو پر ورکړې لګېدلى بنديز دې لرې کړل شي.

د بنديز د لرې کولو په تړاو د نړېوالې ټولنې اندېښنې دا دي چې د سوريې حکومت مخالفي په خپلو کې سره وېشلي دي، او د ښاغلي خطيب له استعفا سره دا اندېښنې نورې هم زياتېږي.

د سوريې د موقت حکومت د مشر په اړه وار له مخه وېش او مخالفتونه رامنځ ته شوي دي.

د سوريې آزاد پوځ (چې د حکومت مخالف دى) اعلان کړى چې د موقت حکومت مشر په رسميت نه پېژني.

دوى وايي دى پر حکومت مخالفو تپل شوى او د دوى په رايه نه دى راغلى. رپوټونه وايي د ټلوالې ځينو وتلو څېرو له دې امله د رايې اچونې له بهير سره پرېکون کړى و چې نوموړی پوځي تجربه نه لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .