امریکايي وګړي دې برما ته سفر نه کوي

برما
Image caption د برما د مرکزي سيمو څپ څپاند حالت امريکا اړه کړې چې خپلو اتباعو ته خبردارى ورکړي چې د مندلې ښار او يا شاوخوا سيمو ته دې سفرونه نه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت امريکايي وگړو ته خبردارى ورکړى چې د برما مرکزي سيمو ته دې چې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د مسلمانانو په وړاندې د شوي تاوتريخوالي له امله اغېزمنې شوې، سفر نه کوي.

د امريکا متحدو ايالتونو همداراز سيلانيانو ته گواښنه کړې چې د رنگون ښار ځينو هغو برخو ته هم نه ورځي، چې په دې وروستيو کې په کې د مسلمانانو او بودايانو ترمنځ ترينگلتيا زور اخيستی.

د برما حکومت خبردارى ورکړى، هغو کسانو ته به سزا ورکوي چې د لا نورو توکميزو شخړو لپاره گنگوسې خپروي.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هغو مېنو کې چې د 'رنگون' او دويم لوى ښار 'مندلې' تر منځ پراته دي پر مسلمان مېشتو سيمو نور بريدونه هم شوي.

دسیسه

پوليس او يوځيانو د خلکو د يوې پارېدلې ډلې د خوارۀ وارۀ کولو لپاره ربړي گولۍ وکارولې، د مرگ ژوبلې رپوټ نه دى رسيدلى خو يوشمېر جوماتونو او ودانيو ته زيان اوښتى.

د برما د مرکزي سيمو څپ څپاند حالت امريکا اړه کړې چې خپلو اتباعو ته خبردارى ورکړي چې د مندلې ښار او يا شاوخوا سيمو ته دې سفرونه نه کوي.

سيلانيانو ته هم گواښنه شوې چې د رنگون د وو سيمو ته دې ورنشي چې د پارېدلو وگړو له لوري د ژر پېښيدونکو ډله ييزو بريدونو د رپوټونو له امله هټۍ تړل شوې، سره له دې چې تر اوسه لا د تاوتريخوالي کومه جدي پېښه مخې ته نه ده راغلې.

Image caption دغه وگړي خواړه، سرپناه او امنيت ته اړتيا لري.

د تېرې اوونۍ د گډوډيو له امله لس زره کسان بې کوره شوي.

دغه وگړي خواړه، سرپناه او امنيت ته اړتيا لري.

خو د برما د حکومت په وړاندې لويه ننگونه د پراخېدونکي مسلمان ضد غورځنگ قابو کول دي چې تر ډېره د تندلارو بودايانو او راهبانو د پاروونکو وينا و له امله غځېدلى.

دغو ويناو تر ډېره د مسلمانې ټولنې په وړاندې د تاريخي کرکې او دښمنۍ له امله پر خلکو ژور اغېز پرې ايستى.

ورته مطالب