سعودي عربستان: پر سکایپ د بندیز لګولو ګواښ

Image caption د دې غوښتنې تر شا د شته سبب په اړه دم ګړۍ سعودي چارواکو څه نه دي ویلي.

سعودي عربستان کې د مخابراتو د څار سرپرستې ادارې چارواکو خبرداری ورکړی، داسې احتمال شته چې په هغو سوشل ایپلیکشنز یا د سکایپ وایبرز او وټس په څېر ګرځنده اسانتیاوو بندیز ولګېږي، چې په اسانۍ سره او په وړیا توګه مخابراتي اړیکي ټینګوي.

دغه ټولې اسانتیاووې د پیغام رسولو په هغه کټګورۍ کې ګڼل کېږي، چې د څارګرۍ او یا ورته هدفونو لپاره له لوستلو پرته په خوندي توګه د لېږونکي او تر لاسه کوونکي تر منځ یې راکړه ورکړه کېږي.

سعودي حکومت غوښتنه کوي، چې باید د دې اسانتیاوو پر مټ د تبادله کېدونکو پیغامونو د څارنې اجازه ورکړله شي، خو سعوديان وايي داکار به د دوی د خبرو اترو او پیغامونو لېږلو په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.

سعودي ورځپاڼو په خپلو رپوټونو کې لیکلي، چې حکومت د دې اسانتیاوو چمتو کوونکو شرکتونو څخه په دې لړ کې د توضیحاتو غوښتنه کړې او ټولو ته یې امر کړی، چې په یوه اوونۍ کې خپل ځوابونه ورکړي.

د دې غوښتنې تر شا د شته سبب په اړه دم ګړۍ سعودي چارواکو څه نه دي ویلي.

احمد عمران چې یو سعودی بلاګ لیکونکی دی وايي که څه هم مشتریان به یې له دې امل خفه شی، خو ښايي سعودي مخابراتي شرکتونه د حکومت دغه غوښتنه عملي کړي.

د احمد په وینا دغه بندیزونه سعودي مخابراتي شرکتونو ته ګټور دي، ځکه دغه اسانتیاووې په هېواد کې ډېر مینه وال لري، خو د دې شرکتونو لپاره هېڅ ګټه نه لري.

د عربي نړۍ لپاره د بي بي سي مدیر سبېشن اوشر وايي ټولیزو رسنیو پر سعودي ټولنه پام وړ اغېز کړی، ځکه د ټولې نړۍ پرتله ټویټر ته ډېر راتلونکي کسان سعودیان دي. له دې سره سعودي وګړي د ډېرو مسالو په اړه په خلاص مټ نظر څرګندوي.

زموږ د خبریال په وینا سعودیان دې موضوع ته له ځانګړي لیدلوري ګوري او پر سکایپ او یا وټس ایپ څارنه او یا بندیزونه به دوی د اړیکو له یو شمېر بنسټیزو وسایلو محروم کړي، چې تر ډېره د دوی او د دوی د خپلوانو او دوستانو تر منځ د اړیکو لپاره کارول کېږي.

ورته مطالب