"امریکا د شمالي کوریا ګواښونو ته په جدي نظر ګوري"

Image caption د شمالي کوریا د پوځ سر قوماندان ویلي وو، چې په ارام سمندر کې د امریکا پر پوځي اډو باندې د برید لپاره وسلې او توغندي چمتو کوي.

د امریکا متحده ایالتونه وايي، د شمالي کوریا له خوا د دغه هېواد پر پوځي اډو د بریدونو ګواښ ته په جدي نظر ګوري. د امریکا د دفاع وزارت، پنټاګون، یوه ویاند جورج لېټل وویل، واشنګټن د هر ډول شوني برید ځواب ورکولو ته چمتووالی لري او له شمالي کوریا غواړي، چې خپل ګواښونه کم کړي.

ښاغلي لېټل وویل، د شمالي کوریا چلند د وړاندویېنې وړ و او په وینا یې دغه هېواد د دې ګام په پورته کولو خپلو ګټو ته زیان رسوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د شمالي کوریا له خوا لفظي جګړه او د دغه هېواد ګواښونه د دې لپاره تر سره کېږي چې شخړې زیاتې شي او نور خلک ووېروي. لکه څنګه چې موږ په پرله پسې ډول وايو، شمالي کوریا به له دغو ګواښونو او شخړو هېڅ شی تر لاسه نه کړي. د دې له کبله به شمالي کوریا نوره هم یوازې شي او په شمال ختیځه اسیا کې به د نړیوالو د سولې هڅې زیانمنې کړي."

شمالي کوريا په خپل وروستي خبرداري کې ويلي چې د اوږده واټن توغندي او د ستراتيژيکو توغنديو ډلګي یې د تيارسۍ په حال کې دي چې د اړتيا پر مهال په ارام سمندر کې پر امريکايي اډو بريد وکړي.

تر دې مخکې د شمالي کوریا د پوځ سر قوماندان ویلي وو، چې په ارام سمندر کې د امریکا پر پوځي اډو باندې د برید لپاره وسلې او توغندي چمتو کوي.

وړمه ورځ د جنوبي کوريا نوې ټاکل شوې ولسمشرې پارک جيون هی هم له شمالي کوريا په کلکه غوښتي و چې د وسله والې جګړې ګواښ د مخنيوي لپاره دې خپل مسير ته بدلون ورکړي.

ورته مطالب