" د نیلسن منډېلا روغتیايي حالت ته مه وارخطا کېږﺉ "

Image caption ۹۴ کلن نیسلن منډېلا د تېرې چهارشنبې په ورځ په روغتون کې د ورپيښې ناروغۍ له امله بستري شو .

د سویلي افریقا پخوانی ولسمشر نیلسن منډېلا د سږو د ناورغۍ له امله په روغتون کې بستري شوی دی.

۹۴ کلن نیسلن منډېلا د تېرې چهارشنبې په ورځ په روغتون کې د ورپيښې ناروغۍ له امله بستر شو چې له امله یې د دغه هېواد په خلکو کې وارخطايي پیدا شوه.

خو د سویلي افریقا ولسمشر جاکوب زوما له بي بي سي سره په مرکه کې پر خلکو غږ وکړ چې د پخواني ولسمشر د بستري کېدو له امله دې نه وارخطا کېږي.

" لکه څرنګه چې رپوټ شوې ده، هغه روغتون ته د معایناتو لپاره ورغلی دی. ماته رپوټ راکړل شوی چې هغه په روغتون کې دی او درملنه یې ښه نتېجه ورکوي، چې دا یو ښه خبر دی. بي له شکه ما خلکو ته ویلي چې منډېلا اوس ۳۰ کلن ځوان نه دی، نو که هغه روغتون ته د معایناتو لپاره اوس ورغلی او یا بیا کله ورځي خلک باید وارخطا نه شي."

له بي بي سي سره په خبرو کې د سویلي افریقا ولسمشر هیله څرګنده کړه چې ښاغلی منډېلا به ژر ښه او کور ته ستون شي.

ښاغلی منډېلا تر دې وړاندې د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې هم د ورپېښې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستري شوی و.

روغتون کې د ښاغلي منډیلا د بستري کېدو په اړه د ولسمشر جاکوب زوما دفتر یوه اعلامیه هم خپره کړې خو دا یې نه دي ویلي چې پخوانی ولسمشر په کوم روغتون کې بستري دی.

د یادولو ده چې دا په تېرو دوو کلونو کې څلورم ځل دی چې د سویلي افریقا پخوانی ولسمشر نیلسن منډیلا د سږو د مکروبي کېدو له امله په روغتون کې بستري کېږي.

نیلسن منډېلا له ۱۹۹۴ میلادي کال څخه تر ۱۹۹۹ کال پورې د سویلي افریقا لومړنی تورپوستی ولسمشر و.

دی په ۸۰ مې لسیزې کې هغه مهال په نري رنځ اخته شو چې په زندان کې بندي و. په زندان کې یې سږي زیانمن شول او اوس مکروبي شوي دي چې له امله یې دا دی بیا په روغتون کې بستر شوی دی.

ورته مطالب