پر دمشق پوهنتون د هاوان برید مرګ ژوبله اړولې

Image caption تر دې مخکې د دمشق پوهنتون د حقوقو له پوهنځي سره هم د هاوان ګولۍ لګېدلې وې.

د سوریې دولتي مطبوعات وايي د دمشق پر پوهنتون د هاوان په یوه برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

چارواکي د برید پړه پر یاغیانو اچوي او وايي چې د هاوان ګولۍ پر یوې فاکولتې لګېدلې دي.

خو دولتي تیلويزیون رپوټ ورکړی چې د هاوان مرمۍ د پوهنتون پر کفیټیریا لګېدلي. دغه راز دولتي تیلویزون داسې تصویرونه خپاره کړي چې په کې ډاکټران د قربانیانو د ژغورلو هڅې کوي او پر ځمکه وینه لیدل کېږي.

په دې وروځو کې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د دولتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ نښتو زور اخیستي او خبریالان وايي چې یاغیانو د هاوان بریدونه ډېر کړې دي.

برتانیا کې مېشته، په سوریه کې د بشري حقونو څارونکې ډله وايي د هاوان په بریدونو کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي دي.

خبرې رسنیو رپوټ ورکړی چې له تېرې دوشنبې راهیسې په مرکزي دمشق کې لږ ترلږه پنځه کسان د هاوان په بریدونو کې وژل شوي دي.

تر دې مخکې د دمشق پوهنتون د حقوقو له پوهنځي سره هم د هاوان ګولۍ لګېدلې وې.

ملګري ملتونه وايي دوه کاله مخکې له هغه راهیسې چې د ولسمشر بشارالاسد پرضد پاڅون پیل شو تراوسه د سوریې په کړکېچ کې لږ ترلږه ۷۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې ضد نقیض رپوټونه دي چې له ترکیې نه یوه ډله سوریايي کډوال بېرته سوریې ته استول شوي.

ویل شوي دا ګام وروسته له هغه واخیستل شو چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یو شمېر کډوالو د ژوندانه د ناوړه شرایطو له امله مظاهره وکړه او په پایله کې یې له پولیسو سره شخړې وکړې.

په استانبول کې د بي بي سي خبریال وايي پولیسو پر مظاهره کوونکو اوښکي بهوونکی ګاز استعمال کړ او یو شمېر کسان یې ټپیان کړل.

د ترکیې یوې خبرې رسنې ویلي چې ترکیې هغه سلګونه کسان د کډوالو له کمپه بیرته سوریې ته استولي چې په نا آرامیو کې یې لاس درلود. خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سلګونو کسانو شمېره ردوي او وايي چې له ۵۰ نه تر ۶۰ پورې کډوالو غوښتل شوي چې د کډوالو له کمپه بیرته سوریې ته ستانه شي.

ورته مطالب