پاکستان: کابل مو د هند له ملګرتيا نه دى ګرځولى

Image caption د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي دوى په افغانستان کې د سولې د بهير په چاره کې د هېڅ ډلې ملاتړ غوره نه بولي.

په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت په يوۀ سملاسي غبرګون کې دا خبره رد کړې چې ګواکې دوى افغانستان د هند له ملګرتيا راګرځولى دى.

په رسنيو کې د افغان چارواکو له خولې ويل شوي و چې ګواکې پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره شرطونه ايښي او په هغو کې يو له هند سره د اړيکو ختمېدل و.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي دوى په افغانستان کې د سولې د بهير په چاره کې د هېڅ ډلې ملاتړ غوره نه بولي.

په يوه بيان کې چې په اسلام اباد کې د بي بي سي پښتو خپرونې ته رسېدلى د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند دا هم ردوي چې ګواکې دوى له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون وړانديز کړى و.

اسلام اباد وايي دا غوښتنه ولسمشر کرزي کړې وه او دوى يې هرکلى کړى و.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند وايي پاکستان له نورو هېوادونو سره د افغانستان په اړیکو په پراخولو هېڅ اعتراض نه کوي: "موږ فقط ټینګار کړی چې د هغو بهرنیو قوتونو مخه ونیول شي چې د افغانستان خاوره د پاکستان د بې ثباتۍ لپاره استعمالوي".

پاکستان ته د افغان پوځي افسرانو د سفر په لغوه کولو اسلام اباد کې د بهرنيو چارو د وزارت ویاند وویل دوى خواشيني شوي دي او پاکستان په ښه نیت دغه وړاندیز کړی و ځکه چې افغان ځواکونه روزنې ته اړتیا لري.

پاکستاني ویاند وویل د سولې لپاره د هېواد ښه نیت ته باید چې د شرایطو په توګه و نه ګوري.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت تر دې څرګندونو لږ وړاندې د ولسمشر کرزي وياند بي بي سي پښتو خپرونې ته په مرکه کې پر اسلام اباد نور تورونه لګولي چې لا تر اوسه پورې پرې پاکستان څه نه دي ويلي.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي ويلي و چې ګواکې پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او د هغوى په مرسته په افغانستان او هند کې بريدونه کوي.

ورته مطالب