پر جنرال مشرف د بوټ وار وشو

Image caption تلوېزيوني تصويرونو وښوول چې په جنرال مشرف د بوټ ګوزاره و نه لګېد.

يوۀ پاکستاني وکيل د جمعې په ورځ (مارچ/ ٢٩) د کراچۍ په ښار کې پر پخواني ولسمشر جنرال پرويز مشرف هغه وخت د بوټ ګوزار وکړ چې دى محکمې ته ورغى او د ضمانت د مودې غځولو غوښتنه يې وکړه.

پر جنرال مشرف د وژنې د هڅې او د قاضيانو د برطرفۍ تورونه پورې دي.

د سند په محکمه کې شاوخوا ٢٠ کسو وکيلانو د پخواني پوځي مشر پر ضد شعارونه ورکړل او ځينو ويل چې دى "زورواکى دى بايد په دار وځړول شي".

په اعتراض کوونکيو وکيلانو کې يوۀ پر ښاغلي مشرف د بوټ ګوزار وکړ.

تلوېزيوني تصويرونو وښوول چې په جنرال مشرف د بوټ ګوزاره و نه لګېد.

عيني شاهدانو وويل په ساده جامو کې امنيتي کسانو ګوزار کوونکى له ځان سره يووړ.

جنرال مشرف تېره اوونۍ له څلور کلنې جلا وطنۍ وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شو.

هغه وخت دى محکمې په ضمانت خوشې کړ.

پر دۀ تور و چې ګواکې د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو په وژنې کې يې لاس درلود او په ٢٠٠٧ کال کې يې قاضيان له کاره ګوښه کړي وو.

د محکمې چارواکو وويل چې د قاضيانو په قضيه کې د مشرف د ضمانت موده دوې اوونۍ نوره غځول شوې ده.

د جنرال مشرف يوۀ پلوي رسنيو ته ويلي چې په دوو نورو قضيو کې يې هم ضمانت تر درو نورو اوونيو اغځېدلى دى.

د بېنظير بوټو زوى بلاول بوټو چې اوس د پيپلز ګوند مشر هم دى تور لګوي چې د مور په وژنه کې يې جنرال مشرف لاس لري.

په ٢٠١٠ کال کې د ملګرو ملتونو يوۀ رپوټ ويل چې د بېنظير بوټو د وژنې مخنيوى ممکن و او د جنرال مشرف حکومت يې د هغې په ساتنه کې پر ناکامۍ تورن کړ.

ورته مطالب