د مالي په تمبکتو کې حالت اوس هم ترينګلی دی

Image caption فرانسوي ځواکونه د مالي پوځيانو ملاتړ لپاره دغه هېواد ته ورغلي دي.

د مالي په شمالي ښار تمبکتو کې، وروسته له هغې چې پر دغه ښار د جهادي وسله والو بريد د فرانسوي سرتېرو له لوري په شاه وتمبول شو وضع اوس هم ترينګلې ده.

فرانسوي ځواکونه د مالي پوځيانو ملاتړ لپاره دغه هېواد ته ورغلي دي.

جګړه اوړمه شپه هغه مهال پيل شوه چې د مالي پوځ پر يوې پوستې ځانمرګى بريد وشو.

توماس فېسي د مالي له پلازمېنې بامه کو نه په خپل را لېږلي رپوټ کې وايي فرانسوي ځواکونو يو ځل بيا وړاندې له دې چې را مخې ته شي او را ولاړه شوې ستونزه هواره کړي، د مالي پوځيان يې د جګړې پر لومړۍ ليکې څو ساعتونو لپاره يوازې پرېښي وو.

د سيمې ګڼو اوسېدونکو بي بي سي ته وويل چې پرون سهار ناوخته فرانسوي جت الوتکو د جهاديانو مورچلونه په نښه کړل.

وروسته له هغې چې اسلامپالي اورپکي شپې مهال د تمبکتو په لوېديځ کې يوې سيمې ته ورننوتل د دغه ښار اوسېدونکو ځانونه په خپلو کورونو کې بند کړي و.

دا ټول هغه مهال پيل شول چې تېره شنبه، شپې مهال ناوخته مالي سرتېرو يو ځانمرګى بريد ګر وړاندې له هغه چې ورسره شته چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي وواژۀ.

د تمبکتو د ښاروال په وينا په پېښه کې لږ تر لږه دوه ولسي وګړي او يو سرتېرى ټپيان شوي دي.

خو د هغې وسله والې نښتې له امله چې وروسته د يکشنبې په سهار وشوه د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې شمېره لا نده مالومه شوې.

ورته مطالب