نوي پاپ په نړۍ کې د سولې ټینګښت غوښتنه وکړه

Image caption پاپ فرانسېس وويل ټوله نړۍ حرص او غوښتنې سره وېشلې او سترګې پر اسانه لاسته راوړنو دي.

د کاتوليک کليسا پاپ فرانسېس د مسيحيانو د ايسټر اختر د لومړۍ يکشنبې پر ورځ په خپل پيغام کې په نړۍ کې د سولې د ټينګښت غږ کړی دی.

ده په کوريا ټاپوزمه کې چې د پيونګ يانګ او واشنګټن ترمنځ په کې يو بل ته د ګوتڅنډنو له امله حالت ترينګلی شوی دی د سولې غوښتنه وکړه.

له روم نه د بي بي سي خبريال ډېوېډ وېلي په خپل راپور کې وايي پاپ فرانسېس په خپله وينا کې د نړۍ په ترينګلو سيمو په تېره بيا منځني ختيځ او اسيا کې د سولې غږ وکړ.

پاپ هيله څرګنده کړه چې فلسطينيان او اسرائيليان د هغې شخړې پای ته رسولو په موخه په خپله اراده او زړورتيا خبرې اترې پيل کړي، چې خورا اوږده موده يې دوام وکړ.

ده په عراق کې او بيا د ټولو په سر کې د سوريې او د دغه هېواد خلکو لپاره د سولې غوښتنه وکړه، چې ګڼ شمېر خلک يې کډوال شوي، د مرستې او لاسنيوي انتظار باسي.

پر دې سربېره په اسيا او ټولو سر کې د کوريا ټاپوزمې سولې د پاپ په وينا کې ځای درلود.

ده هيله څرګنده کړه چې ښکېل اړخونه له توپيرونو په تېرېدو توانېږي، او د روغې جوړې يوه نوې شوې اروا وده وکړي.

پاپ فرانسېس وويل ټوله نړۍ حرص او غوښتنې سره وېشلې او سترګې پر اسانه لاسته راوړنو دي.

ده د انسانانو پر قاچاق خواشيني څرګنده کړه، چې ده په ۲۱ مه پېړۍ کې د غلامۍ تر ټوله پراخه بڼه وبلله، او دغه راز پر هغه زورزياتي چې د نشه يي توکيو له نړيوال قچاق سره تړلی دی.

پاپ فرانسېس د ارجنټاين پلازمېنې بوينوس ايرس پخوانی مشر اسقف و، او په اوسنۍ زمانه کې د کاتوليک مسحيانو لومړی پاپ دی چې له اروپا بهر سيمې راځي د هغه څه غندنه هم وکړه چې له طبيعي زېرمو او سرچينو ناوړه ګټه وبلله، او ټول يې وهڅول چې د مخلوقاتوساتونکي شي.

ورته مطالب