نیمه پېړۍ وروسته برما کې شخصي ورځپاڼې خپرېږي

Image caption برما کې زموږ خبریال وايي له زورواکۍ نه د وتلو لپاره برما کې دا یو لوی اقدام بلل کېږي.

برما کې د دولتي رسنیو له ۵۰ کلن انحصار وروسته، د شخصي ورځپاڼو پلور پیل شو. ۱۶ ورځپاڼو ته جوازونه ورکړل شوي ، خو د دوشنبې په ورځ د خپرېدو لپاره څلور ورځپاڼې چمتو دي.

تېر دسمبر اعلان وشو، چې د اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې به شخصي ورځپاڼو ته د خپرېدو اجازه ورکړل شي.

برما کې زموږ خبریال وايي له زورواکۍ نه د وتلو لپاره برما کې دا یو لوی اقدام بلل کېږي. د " ګولډن فریش لینډ" نومې ورځپاڼې ۸۱ کلن مسوول مدیر خین ماونګ اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي" ماته راتلونکی له مشکلاتو سره مل ښکاري، خو زه د بیان د ازادۍ لپاره او خپلې دندې ته د ژمنیتا په هدف د خپلې ورځپاڼې خپرولو ته چمتو یم."

تر دا وروستیو پورې برما کې ژورنالیستان له سختو بندیزونو سره مخامخ وو. برما کې د برتانیا واکمنۍ پر مهال د انګلیسي، هندي او چیني ورځپاڼو چاپ او خپرېدل دود و، خو په ۱۹۶۴ کال کې د پوځي حکومت له واکمنۍ وروسته دغه هېواد کې پر شخصي ورځپاڼو بندیزونه ولګېدل.

له هغه وروسته د ژورنالیستانو څارنه پیل شوه، چې ټیلیفونونه یې ثبت کېدل او ډېر ژورنالیستان له شکنجې سره مخامخ شول او له دغو قوانینو سر غړوونکي ژورنالیستان زندانونو ته واچول شول.

په ۲۰۱۱ کال کې ولسمشر تهان سین واک تر لاسه کړ او د اصلاحاتو په ترڅ کې یې په رسنیو لګېدلي بندیزونه هم نرم کړل.

تېر اګست کې چارواکو ژورنالیستانو ته وویل، چې له چاپه مخکې سانسور بورډ ته د تایید لپاره د لیکنو ور وړلو شرط له منځه وړل شوی.

برما کې شخصي ورځپاڼې داسې مهال خپرېږي، چې د اپوزېسیون مشرې انګ سان سوچي یو کال موده بشپړیږي، چې د پارلمان غړې شوې ده.

مېرمن سوچي د پارلمان د یوې فعالې غړې په توګه مطرح شوې ده، خو زموږ د خبریال په وینا هغه هم ستونزو ته د حل موندنې په لړ کې له ستونزو سره مخامخ ده.

برما کې پر مسلمانونو د بریدونو په لړ کې د مېرمن سوچې پر خاموشۍ نیوکې کېږي.

د انګ سان سوچې ګوند نیشنل لیګ فار ډیموکراسي هم غواړي، چې د روانې میاشتې په پای کې خپله ورځپاڼه خپره کړي.

ورته مطالب