هند کې د سرطان درملو د امتیازي حق غوښتنه رد شوه

Image caption سویسي درمل جوړوونکي شرکت نوارټس د سرطان په درملنه کې د کارېدونکې درمل جیلوک نوې بڼه چمتو کړې.

د هند سترې محکمې د نړیوال درمل جوړوونکي شرکت نوارټس هغه غوښتنه رد کړه، چې د سرطان درملنې لپاره د نسبتاً نوي درمل د امتیاز حق تر لاسه کولو غوښتنه یې کړې.

سویسي درمل جوړوونکي شرکت نوارټس د سرطان په درملنه کې د کارېدونکې درمل جیلوک نوې بڼه چمتو کړې او غواړي د امیتاز حقونه یې تر لاسه کړي.

خو هندي چارواکو دغه غوښتنه رد کړې او وايي د نوي او پخواني درمل تر منځ ډېر توپیر نه شته او دغه توپیر خورا لږ دی.

د هند سترې محکمې د هندي حکومت دریځ سم بللی او د شرکت غوښتنه یې رد کړې.

هند کې داسې اندېښنې شته، چې که دغو درملو ته د امتیاز حقونه ورکړل شي، نو په بیوزله هېوادونو کې به دغه ډول نورو درملو ته هم لاسرسی ګران شي.

بل لور ته یو شمېر لوېدېځو شرکتونو وار له مخه خبرداری ورکړی، چې د نوارټس پر ضد پرېکړه به د څېړنو په برخه کې ناوړه اغېز ولري.

جیلوک د وینې او یو شمېر نورو خطرناکو سرطانونو لپاره کارول کېږي، چې میاشتنی لګښت یې تر دوه نیم زره ډالرو پورې رسېږي.

خو هند کې دغه ډول درمل په یوازې دوه نیم سوه ډالره یعنې څه باندې لس زره روپۍ موندل کېږي.

له سر‌طان ځپلو سره د مرستندویه سازمان له لوري آنند ګرور دې قضیه کې مدافع وکیل و، چې د محکمې پر پرېکړه یې خوښې څرګنده کړه.

د نوموړي په وینا بیوزلو ته په ارزانه بیه د دارو درملو رسولو په لړ کې دغه پرېکړه خورا اغېزمنه ده، زه له دې امله ډېر خوښ یم.

نوارټس په ۲۰۰۶ کې د یاد درمل د امتیاز حقوق تر لاسه کولو لپاره عریضه وکړه او دلیل یې داو، چې یاد درمل ژر ویلي کېږي، ځکه دوی ته باید له لومړي سره د درمل د امتیاز حقونه ورکړل شي.

خو د هندي قانون له مخې که یو درمل له لږ څه بدلون سره له سره چمتو شي، نو د امیتاز حقونه یې نه ورکول کېږي.

نوارټس درې کاله مخکې عریضه وکړه، خو هغه مهال یې عریضه رد شوه او د دوشنبې په ورځ (اپریل لومړۍ) یې غوښتنه د هند د سترې محکمې له لوري بیا رد شوه.

د محکمې په پرېکړه کې ویل شوي، چې په درملو کې د لږ بدلون یا غوره والی راوستل دا معانا نه لري، چې ګواکې دا نوي درمل دي.

د درملو د امتیازي حقونو تر لاسه کولو وروسته شرکت د شلو کلونو لپاره د درمل ځانګړي حقونه تر لاسه کوي او له دې مودې تېرېدو وروسته بل څوک کولای شي د هغه ارزان بیه بڼه چمتو کړي.

د اصلي درملو په نقل او یا د هغو ارزان بیه بڼه چمتو کولو کې هند لومړی مقام لري او په ۲۰۱۵ کې، چې د ډېرو درملو د امتیاز حقونه پای ته رسېږي، هندي شرکتونه به د اکثر درملو جوړولو جوګه وي.

ورته مطالب