نورې امریکايي جنګې الوتکې جنوبې کوریا ته ورسېدې

Image caption تېره اونۍ شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره د پوځونو خپل منځي اړیکه (ملټري هاټ لاین) پرې کړه.

امریکايي چارواکي وايي د جنوبي کوریا له لوري یې د اټومي وسلو د زیاتولو له هوډ څرګندونې وروسته جنوبي کوریا ته نورې جنګې الوتکې استولې دي.

امریکايي چارواکي وايي د ایف ۲۲ ډوله جنګي الوتکو ځای پر ځاي کول له جنوبي کوریا سره د مشترکو تمریناتو برخه ده.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویل شوي، د دغه هېواد مشرتابه اټومي وسلې د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال د (ملت ژوند) وباله او د دې وړتیا د زیاتولو هوډ یې څرګند کړ.

امریکايي چارواکي وايي له جاپان څخه ایف ۲۲ ډوله الوتکې د جنوبي کوریا اوسان هوايي ډګر ته استول شوې دي.

رویټرز خبري اژانس په جنوبي کوریا کې د امریکايي پوځ له قوله ویلي( شمالي کوریا به له ګواښونو او پاروونکو څرګندونو هېڅ تر لاسه نه کړي، بلکې په دې توګه به شمالي کوریا نوره هم ګوښې شي او په سیمه کې به د سولې هڅو ته زیان واوړي. ))

په دا وروستیو ورځو کې د شمالي کوریا له لوري د توندو څرګندونو په بهیر کې امریکايي ( بي ۵۲ ) جنګي الوتکو سیمه کې الوتنې وکړې.

د شنبې په ورځ شمالي کوریا وویل، چې له جنوبي کوریا سره د جګړې حالت ته ننوځي. په فبرورۍ کې له اټومي ازموینې وروسته شمالي کوریا د ملګرو ملتونو له بندیزونو او شمالي کوریا او متحده ایالاتو د ګډو تمریناتو له امله له فشار سره مخامخ ده.

په دا وروستیو کې شمالي کوریا پر متحدو ایالاتو او جنوبي کوریا د بریدونو ګواښ وکړ، چې متحدو ایالاتو یې سیمه کې د جنګي الوتکو په الوتنو سره ځواب ورکړ.

تېر مارچ کې امریکا جنوبي کوریا کې بي ۲ او بي ۵۲ ډوله الوتکې ځای پر ځای کړې، چې د اتومي وسلو لېږدولو وړتیا لري.

له دې وروسته امریکايي چارواکو وویل، چې ثابته شوه، د امریکا متحد ایالات کولای شي د خپلو متحدینو د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.

تېره اونۍ شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره د پوځونو خپل منځي اړیکه (ملټري هاټ لاین) پرې کړه.

ورته مطالب