ملګرو ملتو غزه کې د خوړو مرستې مرکزونه تړلي

Image caption دا پېښه په سیمه کې د ټولې اونۍ له تاوتریخجنو مظاهرو وروسته رامنځ ته شوې ده.

ملګري ملتونه په غزې تړانګه کې د خوراکي توکیو د وېش خپل ټول مرکزونه ځنډوي. دا پرېکړه وروسته تر هغې شوې، چې د بودېجې د کمښت په اړه مظاهره کوونکو د ملګرو ملتونو په یوه مرکز چپاو ور وړ.

ملګرو ملتونو ویېلي، دوی د غزې له ډېرو بېوزلو کورنیو سره د نغدي مرستو په کچې کې د کموالي راتلو له امله د خلکو په غوسه پوهېږي او د اغېز د کابو کولو په هڅه کې دي.

په غزه کې د حماس یوه ویاند سمیع ابو زهري وویل، دا یوه ناسمه پرېکړه ده. د نوموړي په وینا:

" حماس د ملګرو ملتونو د ژغورنې او کار ادارې له خوا د مرکزونو د تړلو اقدام ته د یوه ناسم ګام په سترګه ګوري. خلک د دغې ادارې په بودیجه کې د کموالي له کبله د مظاهرو حق لري، خو د دې تر څنګ موږ د دې ادارې پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی هم غندو. کله چې د دې ادارې چارواکو له فلسطیني ځواکونو د مداخلې غوښتنه وکړه دوی راورسېدل او ګډوډي یې پای ته ورسوله.موږ د ملګرو ملتونو له دغه بنسټه غواړو چې په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او موږ له فلسطیني کډوالو سره د دې ادارې د مرستو اهمیت باوري کوو."

دا پېښه په سیمه کې د ټولې اونۍ له تاوتریخجنو مظاهرو وروسته رامنځ ته شوې ده. د ملګرو ملتونو د ژغورنې او کار ادارې، چې په غزه کې کابو اته سوه زره فلسطینیانو ته مرستې رسوي، دا حالت په زیاتېدونکي ډول خواشینوونکی بللی دی.

ورته مطالب