"روسیه او چین دې د شمالي کوریا کابو کولو هڅه وکړي"

Image caption هغه څه چې کېم جونګ اون غواړي تر سره کړي پاروونکي دي. جان کېري

امريکا پر چين او روسيې غږ کړى چې د شمالي کوريا د کابو کولو هڅه وکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېرې، چې په واشنګټن کې يې د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو له وزير سره په يوې ګډې خبرې غونډې کې وينا کوله، د شمالي کوريا هغه اعلان وغاندۀ چې وايي د خپلې ېوې اټومي بټۍ ځندولى فعاليت بيا له سره پيلوي.

"هغه څه چې کېم جونګ اون غواړي تر سره کړي پاروونکي دي. خطرناکه او بې باکه کړنه ده. امريکا به شمالي کوريا د يوۀ اټومي ځواک لرونکي هېواد په توګه و نه مني. زه بيا دا تکراروم چې امريکا به د ځان او د خپلو متحدانو سويلي کوريا او جاپان د دفاع لپاره هر اړين ګام پورته کړي. موږ د دې وړتيا او ورته چمتووالی لرو، نو زما په اند شمالي کوريا په دې پوهېږي."

بل لور ته د شمالي کوریا چارواکو ګډې صنعتي سیمې ته د جنوبي کوریايي اوسېدونکو د ننوتو مخنیوی کړی، چې دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو تر منځ د ترینګلو اړیکو په لړ کې زیاتوالی بلل کېږي.

له دې مخکې شمالي کوریايي چارواکو ویلي و، په یونګ هیون کې به هغه اټومي کار ځای بېرته فعال کړي، چې په ۲۰۰۷ کې یې د مرستو په بدل کې د اتومي وسلو د خپراووي د مخنیوي پروګرام په لړ کې تړلی و.

Image caption د شمالي کوریا چارواکو ګډې صنعتي سیمې ته د جنوبي کوریايي اوسېدونکو د ننوتو مخنیوی کړی.

د شمالي کوریا په یوه دولتي خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دغه ګام به د شمالي کوریا د اټومي پروګرام د کیفیت او کمیت په برخه کې د زیاتوالي سبب شي. خبر پاڼه کې ویل شوي، چې له ځنډ پرته به دغه پرېکړه عملي شي. شمالي کوریا د سږ کال په اوږدو کې دریمه اټومي ازموینه وکړه، چې له هفه وروسته پرې لګېدلي نړیوال بندیزونه سخت شول.

د تېرې فبرورۍ پر ۱۲ مه چې د درېيمې اتومي ازموينې پر سر پر شمال کوريا د نړيوالو بنديزونو کړۍ لا نوره تنګه شوه، له هماغه راهيسې پيونګ يانګ په ورځني ډول د بريدونو ګوتڅنډنه کړې ده.

د امريکا او جنوبي کوريا ګډو کلنيو پوځي تمريونونو، چې په جنوبي کوريا کې ترسره شول، د پيونګ يان غصه لا نوره وپاروله.

په دا وروستیو کې شمالي کوریا پر متحدو ایالاتو او جنوبي کوریا د بریدونو ګواښ وکړ، چې متحدو ایالاتو یې سیمه کې د جنګي الوتکو په الوتنو سره ځواب ورکړ.

ورته مطالب