بالي ووډ د ملالې يوسفزۍ پر ژوند فلم جوړوي

ملاله يوسفزۍ
Image caption امجد خان وايي ملالې په ټوله نړۍ کې د بل هر کس په څېر دی هم متاثره کړی

د هند فلمي ستوري امجد خان اعلان کړی چې بل فلم به يې د پاکستان په سوات کې د طالبانو په بريد کې د ټپي شوې ۱۵ کلنې ملالې يوسفزۍ د ژوند په اړه وي، او نوم به يې "ملاله" وي.

امجد خان د بالي ووډ هېلپ لاين مجلې سره د يوې مرکې پر مهال وويل: "زما د بل فلم نوم "ملاله" ده. دا فلم د ملالې يوسفزۍ پر ژوند څرخي. ملاله پخپله يو خوځښت دی. ملاله د زده کړو په برخه کې يو غورځنګ دی. زما فلم ملالې ته د درناوي وړاندې لپاره دی."

امجد خان وايي دا زما او د ټولو ماشومانو لپاره د خوښۍ خبره ده چې ملاله د زده کړو لپاره جګړه کوي او هغې دغه جنګ ګټلی هم دی.

دی وايي: "که نن هغه مړه شي، نو دغه جنګ ښايي بايلي، خو هغې دغه جنګ ګټلی او دا د الله خوښه وه چې دغه جګړه وګټي. په راتلونکې کې دې په هر کور کې داسې ماشوم پيدا شي. که کوم خطر وي ښايي کورنۍ خپل ماشومان ښوونځي ته ونه لېږي، خو ملالې د اورپکۍ پروا ونه کړه او دا ډېره د تعجب خبره ده."

د "ملاله" د فلم په تړاو د وسایلو برابرولو بهير پيل شوی، خو تر اوسه دا معلومه نه ده چې د ۱۵ کلنې ملالې رول به څوک لوبوي.

په دې اړه امجد خان ويلي دي، د ملالې د رول ادا کولو لپاره درې تکړه ممثل ماشومان ورسره شته، خو تر اوسه يې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

دی وايي د امنيتي ستونزو له امله د هغې نوم نه اخيستل کېږي.

د معلوماتو له مخې د فلم شونټنګ يا د فلم ډکول به د اترپردېش ايالت په کانپور ښار کې کېږي.

امجد خان د ټايمز آف انډيا ورځپاڼې ته ويلي: "موږ د مې په مياشت کې په کانپور کې د لس پنځلس ورځو لپاره د شوټنګ لپاره ځو. په دې اړه د کانپور له چارواکو سره خبرې روانې دي."

امجد خان پرېکړه کړې هغه پيسې چې د فلم له خپرېدو وروسته په لومړۍ ورځ ګټي، هغه به په سوات کې د ملالې ښوونځي ته اهدا کوي.

ده وويل ملالې په ټوله نړۍ کې د بل هر کس په څېر دی هم متاثره کړی دی.

تر دې وړاندې ملالې يوسفزۍ په برتانيه کې د خپلو يادښتونو د ليکلو يو تړون وکړ، چې له مخې به يې دې ته د حق الزحمې په بدل کې درې ميليونه ډالره ورکول کېږي.

ټاکل شوې دغه يادښتونه د دې ميلادي کال په وروستيو کې خپاره شي، چې نوم يې دی "زه ملاله يم".

په دغه کتاب کې به په تېر اکتوبر کې پر دې د وسله والو طالبانو له لوري د شوي بريد کيسه هم وي.

ملاله تېر کال اکتوبر کې هغه مهال وسله والو په سر وويشته چې له ښوونځي نه د کور پر لوري روانه وه.

له ټپي کېدو وروستۍ لومړۍ د ملالې درملنه په پاکستان کې وشوه او بيا برتانيې ته ولېږدول شوه.

ورته مطالب