غزه کې دوه ځوان فلسطينيان په ډزو وژل شوي

Image caption د اسراييليانو په زندان کې د ابو حمديه له مړه کېدو وروسته خلک اعتراضي لاريونونه کوي

د غزې تراډې په طولکرم ښار کې دوه فلسطيني ځوانان د اسراييلي ځواکونو او فلسطينيانو ترمنځ د نښتو په پايله کې په ډزو وژل شوي دي.

راپورونه وايي د چارشنبې په شپه د ( اپريل/ ۳) د توپک مرمۍ د ۱۷ کلن عمر نصر په سر لګېدلې او هغه يې وژلی دی، او نن د يوه بل ځوان جسد هم موندل شوی دی.

د اسراييلو پوځ وايي د هغو فلسطينيانو په لوري يې ډزې کړي، چې پټرولي بمونه يې د دوی لوري ته ور وارول.

وروسته له هغه چې د اسراييلو په يوه زندان کې يو فلسطينی د سرطان ناروغۍ له امله ومړ، په غزه تراډه کې فلسطينيان اعتراضونه کوي.

د فلسطين امنيتي چارواکو د فرانسې خبرې اژانس ته ويلي چې د وژل شويو يو يې عمر نصر نوميږي، او په خبره يې ۱۶ کاله عمر لري.

دوی ويلي دي بل کس چې په ډزو وژل شوی ناجی بلبېسي نومېده چې ۱۷ کلن و، او له عمر نصر سره يې کورنۍ اړېکې لرلې.

د اسراييلو دفاعي ځواکونه وايي د چارشنبې په شپه څو فلسطينيانو د عينف ښارګوټي سره نژدې د څارنې پر يوې پوستې بريد وکړ، چې اسراييلي لوري يې په مقابل کې پرې ډزې وکړې.

فلسطيني چارواکي وايي د اسراييلي زندان چارواکو د ابو حمديه په درملنه کې چې د سې شنبې په ورځ د ۶۴ په عمر ومړ، بې پروايي کړې ده.

خو اسراييليان دا ادعا ردوي وايي، ټاکل شوې وه چې ابو حمديه د ورپېښې ناروغۍ له امله له زندان نه ازاد شي.

د اعتراضونو لمن د الخليل ښار ته چې ټاکل شوې ابو حمديه هلته ښخ کړای شي غځېدلې او پرون دغلته د ده د مړينې په اعتراض کې پلورنځي تړلي وو.

ورته مطالب